1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صربستان کې د پارلمانی ټاکنو غیر منتظره گټل

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د هغه لومړنیو شمیرنو له مخی چی شوی، په صربستان کی د جمهور رییس بوریس تادیچ Boris Tadic اروپایی پلوه ګوند په غیر منتظره توګه په ښکاره ډول ډغه پرونی 11:05.08 پارلمانی ټاکنی ګټلی دی. نوموړی ګوند ښایی په سلو کی ۴۰ رایی تر لا

https://p.dw.com/p/DyPs
بوریس تادیچ
بوریس تادیچانځور: AP

همداراز د تومیسلاف نیکولیچ Tomislav Nikolic قوم پله ګوند څه د پاڅه په سلو کی ۲۹ رایه ترلاسه کړی دی. په همدی ډول د هغه هیواد اوسنی لومړی وزیر وایسلاف کوستونیکا Vojislav Kostunica د صربستان دیموکراتیکه ګوند، په سلو کی ۱۱ رایی اخیستی دی.

اروپایی ټولنه د انتخاباتو د پایلی په مناسبت خوښی څرګند کړی ده. د سلوانیا د اروپایی ټولنی ریاست اعلام وکړ چی اروپایی ټولنه ډیره خوشحاله ده چی په صربستان کی د اروپا پلوی ګوند لوی بری تر لاسه کړی دی.

د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر دیمیتری روبل Dimitrij Rupel پرون ماښام وویل: د صربستان اروپایی پلوه ګوند په دغه هیواد کی پارلمانی ټاکنی ګټلی چی دا زمونږ هدف هم ؤ. اندریاس مایرـ فایست Andreas Meyer-Feist په خپل رپوټ کی وایی چی د پرون ورځی پارلمانی ټاکنی د صربستان د راتلونکی برخه لیک د پاره ډیر د اهمیت وړ ؤ او له همدی کبله ټولو ګوندونو هڅه کړی چی خپل پلویان د دغو ټاکنو لپاره بسیج کړی. خو بیا هم هسی چی ښکاری ډیرو خلکو خپلی رایی ندی ورکړی او په څپلو کورونو کی پاتی شوی دی، چی د دی کار یو اساسی علت دا بلل کیږی چی د کلونو راهیسی په دغه هیواد کی سیاسی ثبات او استقرار نشته او پرله پسی سیاسی او حکومتی بحرانونه لیدل کیږی. خو اوس هسی چی ښکاری اروپایی یا لویدیځ پلوه ځواکونو چی مشر یی د دغه هیواد اوسنی جمهور رییس بوریس تادیچ دی، دغه ټاکنی ګټلی.

که څه هم په مخکنیو پوښتنو کی داسی ښکاریده چی ښایی تند لاری قام پاله ډلی دغه ټاکنی وګټی. د صربستان د پرون ورځی پارلمانی ټاکنی د تند لارو ډلو لپاره یوه لویه ماته بلل کیږی، ځکه دغه ویره چی ویل کیده صربستان به د ښیی لاسو محافظه کارانو لاس ته ورشی، حقیقت ندی موندلی.

اوس د بوریس تادیچ ګوند په دی لټه کی دی چی په صربستان کی د یو ایتلافی دیموکرات حکومت د جوړولو لپاره ملګری پیدا کړی.