1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شینډنډ کې د طالبانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده

عتيق الله اڅکزی۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د هرات ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په جگړه کي نژدې سلو جنگياليو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. جگړه د ملا اختر محمد منصور او ملامحمد رسول د پلویانو تر منځ روانه ده.

https://p.dw.com/p/1HJJj
انځور: picture-alliance/dpa

د هرات د والي وياند احسان الله حيات د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۸مه) دويچه ويله پښتو ته وويل چي د طالبانو د نوي ډلي ملا رسول د لویدځي حوزې قومندان ملا ننګيالي او د ملا اخترمحمد منصور ځايي قوماندان ملا صمد ترمنځ نښته کې تر اوسه ۵۴ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د حیات په خبره په دې نښته کې د ملا ننګيالي ٤٧ او د ملا صمد ٧ کسان وژل شوي او له دواړو اړخونو٤٠ کسان ټپيان شوي دي چې ځيني یې لوړ رتبه قومندانان هم دي.

حيات څرګنده کړې ده چې په زيرکوه سيمه کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د تلفاتو او زيانونو کچه لا معلومه نه ده: «د طالبانو هغه خپلمنځي وسله واله نښته چې له تیري ورځي را هیسي په شینډنډ ولسوالۍ کې پيل شوې ده اوس هم په خرپ روانه ده.»

د شینډنډ ولسوالۍ قومي مخور او د هرات د ولایتي شورا پخوانی مرستیال تورخان ظریفي ويلي دي چي نښته له پرون سهار څلورو بجو راهيسي پيل شوې او تلفات تر ډیره د طالبانو د دوهمي رامنځ ته شوي ډلي ملا رسول د سیمه ایز قومندان ملا ننګیال ملګرو ورکړي دي.

ظریفي همداشان ويلي دي، چې دواړوو ډلو خپلو ملګرو ته ویلې دي چې له فراه او بادغیس څخه هم سیمې ته ځانونه ورسوي: «کيدای سي جگړه نوره هم زور واخلي.» دغه دواړي ډلي کوښښ کوي چي په سيمه کي خپل قدرت وښيي.

د شینډنډ د ټولنیزي شورا د ځوانانو برخي غړي نور اقا شینډنډ وال دويچه ويله ته وويل چې په سيمه کي دواړو ډلو کمربندونه اچولي او ملکي وګړي له کورونو نه شي وتلاې د خلګو پر کورونو د توپونو او راکټونو بریدونه کيږي او قومي مخورو ته هم د جنازو د سپارولو اجازه نه ورکول کیږي.

له هغه وخت راهيسي چي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړيني خبر افشا شوی په دغه ډله کي د مشرتوب پر سر ډېر اختلافات پيدا شوي. څه موده مخکي په زابل ولايت کي د طالبانو په خپلمنځي جگړه کي ډېر طالبان ووژل شول.

پخپله وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.