1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شينواري ولسوالۍ کي څه تيريږي؟

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

د پروان په شینواري ولسوالي کې یو تن پولیس وایي چې د هغوی پر پوستې باندي هره شپه د طالبانر له خوا يرغلونه کیږي. دغه ولسوالي د کابل څخه یوازي په۶۰ کیلو مترۍ کي پرته ده.

https://p.dw.com/p/15oY3
انځور: UNICEF/NYHQ2004-0654/Brooks

په دغه ولسوالي کې شاوخوا یوه میاشت مخکي طالبانو د صحرايي محکمې په ترڅ کې یوه ښځه په عام محضر کې ووژله. د ښځو د وزارت یوې چارواکي ويلي دي چې په دغه ولسوالي کښي د روان کال د مارچ د مياشتي راهيسي په عام محضر کښي يوولس تنې ښځي وژل سوي دي.

دغه حال په دې ولسوالي کښي د طالبانو حضور ښکاره کوي. د فرانسې خبري آژانس خبریال وايي، چي کله دې ولسوالۍ ته ورغلم نو هلته په ټوله سيمه کښي يوازي يو دوکان خلاص وو.

د شینواري ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالخواص وایي چې پر دې ولسوالي باندي هره شپه د طالبانو له خوا ډزي کیږي: «موږ شپه او ورځ په ویره کې يو. طالبان ډیر وخت زموږ کلي ته راځي او پر دولتي ودانیو باندي بریدونه کوي.»

د ولسوالۍ په مرکز کې یوازي يوه دولتي ودانۍ ده، چي اغزن سيمان باندي را گرځېدلي دي او پر څلورو خواوو ئې له شگو ډکي بوجۍ ځای پر ځای شوي دي. د دې ودانۍ پر دیوالونو د مرمیو سوري لیدل کیږي او پکښې یو شمیر داسي موټر ولاړ دي چې د بم چاودنې له کبله سوځیدلي دي.

ددغه ولسوالۍ د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل: «موږ په یوه میاشت کې د ولسوال د دفتر هنداري تر شل ځله ډیري بدلي کړي دي.»

دولتي ځواکونه یوازي د ولسوالۍ په مرکز کې حضور لري. پخپله ولسوال د بگرام په ولسوالۍ کې ژوند کوي. د پولیسو يو چارواکی وایي: «موږ یوازي د اوو کلیو کنترول پخپل لاس کې لرو. دا هغه کلي دي چې د ولسوالۍ مرکز ته نزدې پراته دي. پاته ټول کلي د طالبانو تر کنترول لاندي دي. موږ ان هلته د تلو په اړه فکر هم نه کوو.»

دغه پولیس زیاته کړه چې په تیرو درو کلونو کي یو ملکي وگړی هم د ولسوالۍ تعمیر ته نه دئ راغلی: «هیڅوک هم د خپلو ستونزو د حلولو له پاره موږ ته نه راځي. هغوی ټول طالبانو ته ورځي.»

طالبان په کلیو کې د دولت تر څنگ خپل اداري تشکیلات لري. دغه پولیس وایي: «طالبانو ان خپل ښونځي پرانیستي دي. د هغوی ښوونکو ته ډیر او پر وخت معاش ورکول کیږي.»

د پولیسو دې سرتیري پخپل گرځنده تلیفون کې د طالبانو له خوا د یوې ښځي د وژلو ویدیو هم لرله. هغه وایي: «وگورئ چې په څونده ظالمانه ډول هغوی یوه ښځه وژني. موږ ټول پوهیږو چې دا قاتلان چیري دي خو موږ د هغوی د نیولو له پاره نه شو تلای.»

د هغه په وینا پولیسو په تیرو ۱۸ میاشتو کې یوازي څلور طالبان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پروان د والي ویانده روښانه خالد، وایي چې په دې سیمه کې سیمه ییز اوسیدونکي د طالبانو ملاتړ کوي: «په خواشینۍ سره چې د کلي اوسیدونکي په تیرو ۴۰ کلونو کې بې سواده پاته شوي دي. هغوی ته ویل کیږي چې اسلام په خطر کي دئ.»

میرمن خالد وایي چې د روان کال د جون په میاشت کې افغان او بهرنیو ځواکونو په سیمه کې یو لړ پوځي عملیات وکړل چې له کبله ئې طالبان له سیمي څخه وتښتیدل، خو په خبره ئې تر عملیاتو وروسته طالبان بیرته سیمي ته را ستانه شول: «موږ کافي ځواک نه لرو چې په سیمه کې میشت شي او د طالبانو د بیرته راتگ مخه ونیسي. موږ دوه واري له دولت څخه د اضافي ځواک غوښتنه کړې ده خو لا تر اوسه پوري دغه ځواکونه موږ ته نه دي راکړل شوي.»

اوس په شینواري ولسوالۍ کې یوازي ۳۰ پولیس سته. هر پولیس ته د میاشتې ۱۵۰ ډالره معاش ورکول کیږي. یو تن پولیس وایي: «موږ د میاشتې ۱۵۰ ډالر معاش لرو او هیڅ رخصتي نه لرو. زما ژوند ډیر خراب دئ. تل د خپلي مړني په اړه فکر کوم. که وضعیت داسې دوام وکړي نو یوه ورځ نه یوه ورځ به له طالبانو سره یوځای شو.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل