1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمال کي د طالبانو د حضور په اړه اندېښنې

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د ولسي جرګې یو شمیرغړي د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو له حضورڅخه اندیښمن دي. هغوی وایې د هوا په تودیدو سره وسله وال یاغیان د ملک له بېلا بېلو سیمو څخه شمالي ولایتونو ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/18UEz
FILES) This file photo taken on September 26, 2008 shows fighters with Afghanistan's Taliban militia standing on a hillside at Maydan Shahr in Wardak province, west of Kabul. US President Barack Obama on December 1, 2009 warned Afghanistan was not 'lost' but announced a swift 30,000 strong troop surge to 'seize the initiative' and finally end the brutal eight-year war. In a major televised address, Obama placed a major political and military bet that a fast influx of troops could defeat Al-Qaeda, crush a resurgent Taliban and pave a way home for US forces after years of bloodshed. AFP PHOTO / FILES (Photo credit should read STR/AFP/Getty
Afghanistan Taliban Kämpfer Archivbildانځور: STR/AFP/Getty images

په تیرو څو اونیو کې په بدخشان، بغلان، او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو له خوا پر افغان ځواکونو مرګوني بریدونه تر سره شول.

په یوه وروستي پیښه کې تیره اوونۍ وسله والو طالبان پینځلسو تنو سیمه يیز پولیسو ته د فاریابو په المار ولسوالۍ کې مرگ ژوبله واړوله.

وکیلان خبرداری ورکوی چې که حکومت ژر تر ژره د دغو یاغیانو د ځپلو او شمالي سیمو ته یې د راتلو د لارو د بندولو په اړه جدي ګامونه وانه خلي حالات به تر دې هم پیچلي شي.

په ولسي جرګې که د بدخشان ولایت استازی بشیر احمد په شمال کې میشت امنیتي ارګانونه د زور پالو پر وړاندي په پاته راتګ تورنوي.

نوموړی وایې بدخشان ولایت ته ډیری یاغیان د نورستان ولایت څخه را اوښتي دي چې په دې ورستیو کې د پاکستان له خاوري ډلي ډلي طالبان را ننوتي دي:

«طالبانو د تیر کال په پرتله اوس ډیره شمال ته مخه کړې ده، ځکه هلته سیمه يیزه اداره کمزورې ده او ياغيانو له دغي گمزورتيا څخه گټه اخيستې ده.»

خو د فارياب ولايت امنيه قومندان جنرال نبي جان ملاخيل بيا له دويچه ويله سره په يوه تليفوني مرکه کي وويل، چي د ځواکونو مورال ئې پياوړی دی او دښمن ته يې سخته ماته ورکړې ده.

هغه وويل: «يو شمېر ياغيانو د فارياب ولايت په قيصار او غورماچ ولسواليو کي د سيمو ييزو پوليسو پر پوستو يرغلونه وکړل او ډېر ژر غاښ ماتونکی جواب ورکړل شو او اوس امنتي حالت ستونزه نشته.»

د ملاخېل په خبره يرغلونه ازبکي او چيچنيايي جنگياليو کړي ول او پلان يې د پاکستان په کوټه کي جوړ شوی وو.

بله خوا په شمال کي د پولیسو د ۲۰۲ پامیر زون قومانداني بیا په دغو سیمو کې د طالبانو له مخ پر زیاتیدونکي نفوذ او حضور څخه انکار کوي.

د دغي قوماندانی ویاند لعل محمد احمدزی وايي چې په شمال کې د ګوتو په شمیر ځیني سیمي له امنیتي پلوه ډاډمني نه دي، خو دا خبره چي هلته دي د وسله والو مرکزونه وي سمه خبره نه ده:

«موږ یو شمیر سیمي لرو چي د امنيت له پوله ډاډمني نه دي، خو په هغه حد کې چې خلک اندیښنه لري امنیت نه دی خراب شوی، موږ به هڅه وکړو چې د دغو سیمو د خوندي ساتلو له پاره چاڼیز عملیات تر سره کړو.»

د روان کال له پیل راهیسي د افغانستان په دوو شمالي ولایتونو بدخشان او فاریاب کې وژونکي ځانمرګي بریدونه تر سره شول. په دغو بریدونوکې ګڼ افغان او بهرني سرتیري مړه او ژوبل شول. تر دغو بریدونو وروسته خلک اندیښمن شوي دي.