په شمالي وزيريستان کې درې تنه عسکر وژل شوي دي
۱۳۸۵ بهمن ۲, دوشنبهاعلان
په دې بريد کې ځينې نور خلک ژوبل شوي هم دي. دغه بريد د پاکستان په سرحدي سيمو کې رامنځ ته شوی دی چيري چې د طالبانو او د القاعدې د ډلو ملاتړي ډېر دي. د پاکستان پوځ تېره اونۍ په جنوبي وزيريستان کې د القاعده د مشکوکو جنگياليو په وړاندې يو هوايي بريد تر سره کړی و چې د استخباراتو په وينا شل تندلاري په کې وژل شوي وو.