1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په شمالي وزيرستان کي ۵۰ تروريستان وژل سوي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲۵, یکشنبه

د پاکستان پوځ وايي چي د دغه هيواد په شمال لوېديځ کي يې د ياغيانو پر پټنځايونو باندي د يکشنبې ورځي په سهار وختي هوايي بمباريو کي نزدې ۵۰ تنه وسله وال جنگيالي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1CIhK
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان پوځ وايي چي د دغه هیواد د جنگي جټ الوتکو په عملياتو کي نزدې ۵۰ تنه ياغيان وژل سوي دي، خو سيمه ييزو امنيتي چارواکو بيا ويلي دي چي په دغه يرغل کي ۱۵۰ کسان وژل سوي دي. ويل کيږي چي دغه يرغل په شمالي وزيرستان کي د ازبک جنگياليو پر پټنځايونو باندي سوی دی.

د امنيتي چارواکو په خبره په وژل سوو کي هغه کسان هم شامل دي چي د تيري دوشنبې په ورځ يې د کراچي پر نړيوال هوايي ډگر باندي بريد کړی وو. د کراچي پر هوايي ډگر باندي په يرغل کي د لسو تنو يرغل کوونکو په گډون ۳۸ انسانان ووژل سول. دغه يرغل د پاکستان د حکومت او «تحريک طالبان پاکستان» ترمنځ د سولي پروسه گډه وډه کړه.

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۱۵مه) په يوه خپره کړې بيانيه کي ويلي دي چي «نن پر محلي وخت ۱بجه او دېرشو دقيقو د شمالي وزيرستان په «دهگان» او «داتاخېل» سيمو کي د تروريستانو پر پټنځاينو باندي هوايي يرغل وسو او تر ۵۰ زیات ترويستان چي په اغلب گومان ازبک جنگيالي دي وژل سوي دي.»

دهگان سيمه د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه په لوېديځ ۲۵ کيلومترۍ کي پرته ده چي ويل کيږي له القاعدې سره د تړاو درلودونکو طالبانو او ياغيانو پټنځايونه پکښې دي.

د پاکستان پوځ په وينا پاڼه کي دغه راز راغلي دي: «تائيد سوي راپورونه وايي چي په دغو وژل سوو کسانو کي هغه کورني او باندني تروريستان هم شامل دي چي د کراچي پر هوايي ډگر باندي په يرغل کي يې لاس لاره.»

خو له بلي خوا بيا په ميرانشاه کي سيمه ييزو امنيتي ځواکونو د نوم نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د قربانيانو شمېر تر دې ډېر دی. د استخباراتو يوه مامور ويلي دي: «د يکشنبې د ورځي په سهار هوايي يرغل کي تر ۱۵۰ کسانو زيات وژل سوي دي. د تائيد سوو راپورونو له مخي دغه يرغل پر دباندنيو تروريستان چي په هغه کي ازبک او نور جنگيالي شامل دي تر سره سوی دی.»

په ميرانشاه کي يوه بل استخباراتي چارواکي ويلي دي :«په دغه سيمه کي ازبک جنگيالي سره راټول سوي ول، هغوی د استراحت په حال کي ول چي جنټ الوتکو بمبار ورباندي وکړ.» هغه دغه راز زياته کړې ده چي د سيمه ييزو وسله والو طالبانو او نورو جنگياليو پټنځايونه هم بمبار سوي دي.


پاکستاني طالبانو او د «ازبکستان اسلامي تحريک» دواړو دا منلې ول چي د کراچي پر نړيوال هوايي ډگر باندي يې يرغل کړی دی.