په شمالي وزيرستان کي پوځي عمليات د شروع کيدو په حال کي دي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهشمالي وزيرستان دافغانستان پولو ته نژدې هغه قبايلي سيمه ده چي داسلامي تند لارو ډلومهمه هډه بلل کيږي .»
دغه خبر دناټو ديوه مهم جنرال دخولې څخه نن پنجشنبې دمی دمياشتي پر 20 نيټه آژانس فرانس پرس خپور کړيدي .
هم طالبان او هم دالقاعده نړيوال اسلامي دترهگري سازمان دشبکې غړي په قبايلي خود مختارو سيمو کي خپلي هډې لري ، چي په تيره بيا شمالي وزيرستان ددوی دفعاليتونومهمه سيمه بلل کيږي .
امريکايانو څو څو واري پاکستانيانو ته داخبره په ډاګه کړيده چي ددوی پوځي ځواکونه بايد په دغه سيمو کي دتند لارو مسلمانانو دهډو دله منځه وړلو دپاره عمل وکړي .
دغه سيمه خاصتأ اوس له دې امله هم دامريکايانو دپاره ډيره مهمه شوې چي د می دمياشتي دلمړي نيټي څخه وروسته ،کله چي په نيويارک کي يو پاکستانی طالب دبم ايښولو ديوه ناکام ګوزار دپيښي څخه وروسته نيول شويدی . نوموړي په خپلو تحقياتو کي ويلي دي ، چي ده دبم ايښولوترينينګ په وزيرستان کي کړيدی .
دناټو ددفاعي تړون دلوی منشي مرستيال Robert Simmons چي ديوه درې ورځني سفر دپاره پاکستان ته تللی دی ،په اسلام آباد کي داخبار والاو په وړاندي ويلي دي چي دا به اوس دپاکستان کار وي چي په دې اړوند خپله ستراتيژي او په شمالي وزيرستان کي دخپلو عملياتودپاره وخت وټاکي .
دغه جنرال وايي چي شمالي وزيرستان يوه لويه انديښنه وه او ده ، خو ناټو په وزيرستان کي دپاکستان د پوځي عملياتوڅخه پوره رضايت لري .
اوبيا Simmmons وايي چي په هر ځای او هرچيري چي پاکستان دترهګرۍ پر ضد عملياتو کي ونډه اخلي ، مونږ يي ستاينه کو .
AFPE /فضلي
کتونکي : محمد قاسم نوري