په شمالي افريقا کښي تحولات خطر نه بلکې يو چانس دی
۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سهشنبهپه تونس او مصر کښي اساسي تغيرات ، په لېبيا کښي لا نه کاميابه سوي انقلاب او په يمن ، بحرين ، عمان او مراکش کښي د خلګو احتجاجونو ټوله نړۍ په حيرت کښي واچوله او د لويديز سياست يې تر سوال لاندي راوستي.
د امريکا متحده ايالاتو او په اروپا کښي د هغه متحدينو څو لسيزي د منځني ختيځ او شمالي افريقا د مستبدو رژيمو څخه ملاتړ کړی دی.
واشنګټن په خليج کښي يوه سلسله نظامي اډې جوړي او اروپايانو بيا د بارسلونا د پروسې په چوکاټ کښي د ۱۵ کلو راهيسي د شمالي افريقا سره د ډيرو نژدې روابطو درامنځته کيدو کوښښ کړی دی.
دغه منطقه د لويديز دپاره د جغرافيايي موقعيت د لحاظه ډير اهميت لري. خصوصاً مصر چي د افريقا او آسيا تر منځ لار ده ، د پيړيو پيړيو راهيسي ډير مهم رول لري.
د امريکايانو دپاره هم مصر په منځني ختيځ کښي يو مهمه ستراتيژيکي نکته ده. د قاهرې حکومت د اسرايلو سره د سولي د رامنځته کيدو ، د تندلارو مسلمانانو سره د مبارزې او سويس کانال ته د لار پيداکيدو تضمينوکي دي.
په همدې دليل په اول سر کښي امريکايانو د مصر انقلاب ته په ډير شک او ترديد سره کتل او ددغه هيواد د امنيت او ثبات خبره يې کوله ، چي ددوی دپاره ستراتيژيکي اهميت لري.
په برلين کښي د عصري شرق د مرکز څخه د مصر کارپوهه سونيا هيګازي د شمالي افريقا په تحولاتو کښي چانسونه نسبت تهديدو ته ډير ويني.
« که موږ دي ته وګورو چي اروپايي ټولني د ۱۹۹۵ کال راهيسي د بارسلونا د پروسې په چوکاټ کښي په دغه سيمه کښي څشي پلاس راوړي دي ، يعني په سياست کښي د خلګو د ګډون ، د مالي امکاناتو د ښه ويش ، د مهاجرينو د سم سياست او د بشر د حقوقو مراعت، په همدغو ټولو کښي لويديزښه ملګري نه درلودل او ځکه نو د بارسلونا د پروسې په چوکاټ کښي څه پلاس رانه غلل. خو که هلته انتخابي حکومتونه رامنځته سي ، دغو هدفونو ته سړي په آسانۍ سره رسيدلای سي.»
دا هغه وخت کيدلای سي چي اروپايان دې تيارسي ، چي په شمالي افريقا کښي خپلو دوستو او ملګرو هيوادوته مساوي حقوق ورکړي ، او د محصولاتو دپاره يې خپلو بازارو ته لار خلاصه کړې.
بيتينا/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل