په شرقي تیمور کې د ولسمشرۍ ټاکنې پاې ته ورسیدې
۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبهاعلان
د شرقي تیمور وګرو د ټاکنو په وروستي پړاو کې د هیواد د نوی ولسمشر د ټاکلو له پاره رای ورکړه. د دولت تر ټولو لوړ مقام ته د اپوزیسیون مشر فرانسسکو ګوټرز، او د پوځ پخوانې مشر تاور ماتان رواک، ځانونه کاندید کړي دي.
اوسني ولسمشر خوزې رامسو هورټا، چې د نوبل د جایزې ګټونکې هم دئ د ټاکنو په لومړي پړاو کې دریم ځای خپل کړ. شرقي تیمور لس کاله مخکې له اندونیزیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
په پام کې ده چې د کال په پای کې به د ملګرو ملتونو سرتیري له شرقي تیمور څخه وایستل شي چې د ۱۹۹۹میلادي کال راهیسې د ثبات د ټینګولو په موخه په دغه هیواد کې دنده سرته رسوي.