1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شرقي المان کي د ترهگري برید په شک د پولیسو عملیات

۱۳۹۵ مهر ۱۷, شنبه

الماني چارواکو ویلي دي،چي پولیسو د شنبه په ورځ د یوه پلان سوي برید په شک لوی عملیات تر سره کړل. د کمینیس په ولایت کي پر یوه سوریايي باندي شک کیږي،چي غوښتل یې بمي چاودنه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/2R2Yf
Deutschland Polizeieinsatz in Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/B. März

ددغه ولایت د مرکز درسدن ښار د جنايي پولیسو یوې ویاندې ویلي دي، چي هلته د چاودیدونکو موادو د یوه برید شک موجود دی او هغه کیدای سی اسلام گرايی پسمنظر ولري.

د ویاندې په خبره له دې کبله یو استوگنځای محاصره او تر یوه حده پوري یې اوسیدونکي وایستل سول . همدارانگه یو شکمن کس په تیښته کي دی. دغه شکمن کس یو ۲۲کلن سوریايي دی، چي په سوریه کي زیږیدلی دی. پر هغه باندي شک کیږي ، چي غوښتل یې د چاودیدونکو موادو یو برید تر سره کړي. خو دهغه ددغه شکمن عمل انگیزه تراوسه پوري معلومه نده.