په شانگهای کي د موټرو نندارتون
په چين کي د کراري اقتصادي پرمختگ سره سره بيا هم په نړۍ کي د موټر جوړولو ستر شريکتونه دې ته اړ کړي دي چي خپل نوي توليدات دغه بازار ته وړاندي کړي.
لکسس ي ايس ۳۰۰
د شانگهای په نندارتون کي لکسس کمپني خپل نوی ۴ سلنډره پيطرولي موټر چي برقي ماشين لري وړاندي کړ. دغه ماډل په ۲۰۱۲م کال کي جوړ سوی دئ. دغه موټر ډېر لږ مصرف لري او ډېر ارام چليږي.
فيراري
د شانگهای په نندارتون کي د ۱۸ هيوادونو نزدې ۲۰۰۰ برخي پرانيستل سوي وي. په دغه نندارتون کي به چي د اپريل مياشتي تر ۲۹ نېټې پوري به دوام وکړي، نزدې ۱۳۰۰ موټره نندارې ته وړاندي سي، چي په دې کي نزدې سل موټره په اول وار نندارې ته وړاندي کيږي.
د آلمان VW
په دې نندارتون کي به داسي موټر هم نندارې ته وړاندي سي چي کوچنی وي او پراخ وي. پر دې سربير موټران داسي جوړ سوي دي چي په تنگو بازارونو کي ځان ته ځای پيدا کړي.
BMW
په داسي حال کي چي په نړۍ کي د ارزانه موټر غوښتنه ډېره ده، BMW او ډايملر کمپنۍ په پام کي لري چي غټ دښتي موټران بازار ته وړاندي کړي.
سيتروين اس ۴
د فرانسې سيتروين کمپنۍ هم خپل نوی ماډل موټر نندارې ته وړاندي کړ.
دغه سپورتي موټر له آلماني کمپنۍ VDA سره په گډه په چين کي جوړ سوی دئ.
Toyota FV2
دا د ټيويټا کمپنۍ راتلونکی ماډل موټر دئ.
VW XL1
دا د آلماني کمپنۍ VW نوی ماډل موټر دئ چي لږ ځای نيسي او مصرف ئې هم ډېر لږ دئ. دغه ډول موټران د هغو سترو ښارونو له پاره چي ترافيکي گڼه گوڼه پکښي ډېره وي، لکه په اسيا کښي، جوړ سوي دي.