په سینیګال کي د جمهوري ریاست ټاکني په سوله يیز ډول تر سره سوې
۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبهاعلان
په سینیګال کي پرځینو اندېښنو سربېره بیا هم د جمهوري ریاست له پاره انتخابات په آرامه او سوله ییز ډول تر سره سول. دغه خبره د افریقايي څارونکو د ډلې مشر او د نایجیریا پخواني جمهور رئیس اوباسنجو په ډاکار کي وکړه.
د اروپايي ټولني یوه څارونکي خبر ورکړی دئ چي د ډېرو انتخاباتي حوزو مخي ته د خلکو قطارونه ولاړ ول. د دغو انتخاباتو رسمي پايلي به د سه شنبې په ورځ معلومي سي.
داسي ښکاری چی د جمهور رئیس عبدالای واده پاته کېدل به ډاډمن وي. که څه هم چي د قانون له مخي یو جمهور رئیس د دوو دورو له پاره ځان کاندیدولای سي، خو بیا هم واده ځان د دریم واري انتخاباتو له پاره کاندید کړی دئ. په انتخاباتي مبارزه کي د ده بیا راڅرګندېدل له زورزیاتیو څخه ډکو مظاهرو سره ملګري وه چي پکښي لږترلږه اوه کسه له منځه ولاړل.