1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سینای کې پوځي عملیات پیل شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15mDG

د سینای د نیمه ټاپو پر سرحدي پوستو باندې تر بریدونو څخه درې ورځې وروسته د مصر حکومت د سخت دریځه اسلامپالو پر وړاندې سخت بریدونه پیل کړي دي.

د پوځ په حواله د څرخي الوتکو له خوا په ترسره شوو بریدونو کې شل تنه هغه سخت دریځه کسان وژل سوي دي چی د دوی په اند د دغو بریدونو تر شا دي.

دغه ډول پوځي عملیات په ۱۹۷۹ کال کې له اسرائیلو سره د سولې د تړون تر لاسلیکیدو وروسته د لومړي ځل له پاره تر سره کیږي.

د یاغیانو له خوا د دغو بریدونو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ ۱۶ تنه مصري سرحدي پولیس وژل شوي ول.د مصر اوسني جمهور رئیس محمد مورسي د دغې پېښي له امله د استخباراتو رئیس له خپلې دندې گوښه کړی وو.