1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سیؤل کي آسیايي پسرلی

محمد قاسم نوري ، آژانسونه ۱۳۹۴ فروردین ۱, شنبه

هغوی درې کاله نه سره ولیدل . خو اوس د جنوبي کوریا ، جاپان او چین خارجه وزیرانو بیرته په سیؤل کي سره خبري کړي دي . ددغوهيوادونو ترمنځ مناسبات اوس هم ددوهم عمومي جنگ د پیښو ترسیوري لاندي دي،

https://p.dw.com/p/1Ev0L
انځور: picture-alliance/AP Photo

دا ددغو هيوادونو د خارجه وزیرانو اومه لیدنه کتنه ده ، چي د جنوبي کوریا د خارجه وزارت په حواله به د هغوی تر منځ گډ کار اوهمکاري رامنځته اوبیرته حرکت پکښي راولي . دی وايی، « د ارضي تمامیت د شخړو له کبله رامنځته سوي تشنج او اختلافاتو ته په کتلو سره دغه ډول گډي لیدني کتني د ۲۰۱۲ م کال تر تاریخي حوادثو وروسته نوري ندي رامنځته سوي .»
جنگي جنایتونو مناسبات خراب کړي وه

چین او جنوبي کوریا پر جاپان باندي تور لگوي ، چي ددوهم عمومي جنگ د اشغالگر قدرت په حیث ،خپل رول او تر سره سوي جنگي جنایتونه په کافي اندازه نه تشریح کوی .د تاریخ پوهانو د اټکلونو پر اساس تقریبأ ۲۰۰۰۰۰ کوریايی، چینايي ، اندونیزیايي ، فلیپیني او تایواني ښځي مجبوره وې ، چي د جاپان عسکرو جنسي غوښتني ارضأ کړي .
دغه جبری بدلمنۍ ته تر اوسه پوری هم ځيني جاپاني سیاستمداران بد نه وايی. د سیؤل او پیکینگ حکومتونو په تازه وختونو کي پر ټوکیوباندي فشارراوړی دی او ورڅخه یې ددې کار د پښیمانی او بخښني غوښتنه کړې ده . ددې انتظار هم کیږي ، چي د چین او جنوبي کوریا خارجه وزیران وانگ یی او یون بایونگ به د جاپان د خارجه وزیر فومیو کیشیدا څخه دغه غوښتنه بیا وکړي . سربیره پردې به درې سره وزیران د شمالي کوریا د اټومي پروگرام د څو اړخیزو خبرو د بیرته شروع کیدو په باب سره خبري وکړي .
خو سیاسي څارونکي په دې نظر نه دي ، چي په دغه لیدنه کتنه کی مهمي فیصلې تر سره سي . تر ټولو دمخه هغه ته ددرو سرو هيوادونو تر منځ د تشنج دراکمیدو په سترگه کتل کیږي .
دغه لیدنه کتنه تر ټولو دمخه د امريکا متحده ايالات په خاصي پاملرنی سره تعقیبوی . د امريکا متحده ايالات کوښښ کوي د خپلو نژدې متحدینو، جنوبي کوریا او جاپان سره مناسبات نور هم تقویه کړي ، تر څو د شمالي کوریااو چین پرضد یو قوی مقابل طرف جوړ کړي .