1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپينه ماڼۍ کي د انګيلا ميرکل او اوباما ليدنه کتنه

۱۳۸۸ تیر ۵, جمعه

لا د انګيلا ميرکيل سياسي همرزمه هيلموت کول هم د اتلانتيک د پله د ايجادونکي ايريک واربورګ په نامه نومول شوې جايزه ترلاسه کړيوه ...

https://p.dw.com/p/Ibsi
انګيلا ميرکل او اوباما
انګيلا ميرکل او اوباماانځور: AP

دغه جايزه د اروپا او د امريکې د متحدو ايالتونو ترمنځ په اړيکو کې د ښايسته کار په بدل کې ورکول کيږي . پر ميرکيل باندي هغو خبرو اغيزه نه کوله، کومي چې د جايزې د وړاندي کولو په وخت کې د دې د تيرو کلونو په اړه کيدې، هغه چې پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش ته هم کيدې ، دﺉ چې هيڅکله يي هم دغه جايزه نه ده ترلاسه کړي . خو دې له خپلې خوا تير وخت ته ديو نظر غوښتنه وکړه، ددې د ځوانۍ په وخت چې دې په ديموکراتيک آلمان کې ژوند کاوه او ويل کيدل چې سړی يوازې د ختيځ بلاک هيوادونو ته سفر کولاي شي،

« په هغه ورځ چې زه تقاعد وکړم، په ديموکراتيک آلمان کې ميرمنې د 60 کلونو په عمر تقاعد ترلاسه کوي، زه به فدرال آلمان ته سفر کوم، هلته به خپله د ديموکراتيک آلمان تذکره په يوه آلماني منظم پاسپورت بدله کړم .اوبې له ځنډه به د امريکې په لوري په سفر پيل وکړم . »

ميرمن ميرکيل په واشنګتن کې، راتلونکی ته په يوه پياوړي ليد له ايران څخه نيولې بيا تر منځني ختيځ پوري د نويو اقتصادي بازارونو جوړولو او د چاپيريال د ګواښمن بدلون په وړاندې د بارک اوباما د پراخ نظر ستاينه وکړه. په دې ډول به د ميرکل دنن جمعې د ورځی کتنه اوخبري مهم رول ولري . لومړی د امريکې د متحدو ايالتونو د ولسي جرګې د لارښودې نينسي پيلوسي او وروسته څه ناڅه درې ساعته خبرې له اوباما سره . ميرکل غواړي ددغه خپل 24 ساعته سفر له چانس څخه استفاده وکړي، څو د چاپيريال د بدلون کنفرانس چې د زيږديز کال په پای کې په کوپن هاګن کې جوړيږي، د يوې فاجعې په ډول ونه بلل شي. »

انګيلا ميرکل د جايزې د اخيستلو پر وخت
انګيلا ميرکل د جايزې د اخيستلو پر وختانځور: AP

د نظر د يادوني وړ رازرازوالي دې ته اهميت نه لري، دامريکې د متحدو ايالتونو د بانک نوټونو بيه هم کوم دروندوالی نه لري . بلکه بر خلاف، واشنګتن ته تر رسيدو مخکې ، دې د واشنګتن د ميلمه پالو سياستوالو سياسي چرخش وستايه او ملاتړ يي ورسره ښکاره کړ،

«جرمني دې ته هرکلی وايي . دا موږ د افغانستان په مأموريت کې د هراړخيز امنيت په نامه همداسې وکړل، چې اوس هم د امريکې کړنلاره ده او موږ به تل تر کومه وخته چې ممکنه ده د هغې ملاتړ کوو، څو موږ ددې نوي کړنلاري څخه سمه نتيجه واخلو . »

د ګواکي متنفذې سياستوالې څخه د نړۍ د پياوړي سړي سره ددې د شخصي اړيکو په هکله چې کله له دې څخه پوښتنه وسوه ،نو دومره روښانه ځواب يې ورنه کړ ، خو د خپل ميلمه پال ستاينه يي وکړه .

دا سي اوريدل کيږي، دا چې اوباما څنګه په علمي ډول د موضوعاتو په باب فکر کولای شي، پر دغې د طبيعت پر څيړونکې باندېي يې سخته اغيزه کړيوي . په تيرو دريو مياشتو کې دوی څلور واره سره ليدلي دي . داسي پوښتنه کيږي چې آيا د نيغ په نيغه خبرو لپاره 40 ساعته الوتو ته اړتيا سته؟

نودا وايي،« زه فکر کوم چې ښه وخت مو ټاکلی دی، ځکه زموږ په مقابل کي د نړيوالو کنفرانسونو يوه لړۍ پرته ده : يو داتو هيوادونو سرمشريزه، بيا د سپتامبر په مياشت کې يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د چاپيريال کنفرانس، بيا د 20 هيوادونو سرمشريزه . نو له دې امله موږ د نژدې ملګرو په څير غواړو يو دبل په نظر وپوهيږو، او په ځينو ټکوکي يو د بل سره يووالي ترلاسه کړو، له دې امله ډيره مهمه ده چې د اوسنيو خبرو څخه ګټه واخلو. »

نيلس/ سهيلاحسرت نظيمي

کتونکي : محمد قاسم نوري