1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سياچين کي د واورو لاندي سوو پوځيانو د لټون هڅې ادامه لري

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ZWU

د پاکستان په ليري پرته شمالي برخه کي تر واورې لاندي سوو د ۱۳۵ انسانانو د لټون هڅې له هم ادامه لري. په لاندي سوؤ کسانو کي ۱۱ ملکيان او ۱۲۴ پاکستاني پوځيان شامل دي. د هند پولي ته څېرمه د سياچين په دغه واورينه او غرنۍ سيمه کي د شنبې په سهار واوره ښويېدلې وه او د پاکستاني پوځ يو مقر ئې لاندي کړی وو. د پاکستان پوځ ويلي دي چي د واورې د ښویدو له کبله د دوی پوځي مقر تر پنځه ويشتو مترو څخه زیات تر واوري لاندي سوی دئ.

د دغې پيښي په ترڅ کي د لاندي سوو انسانانو د ژوندي را ايستنې په هکله زیاتي هيلي نه دي پاتې. د سياچين دغه سيمه د يخ پر يوه غره پرته ده چي پر سر ئې د پاکستان او هند تر منځ جگړې هم سوي دي.