په سویل کې د هستوي امنیت نړیواله سرمشریزه پیل شوې
۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبهاعلان
د جنوبي کوریا په پلازمینه سویل کې د هستوي امنیت نړۍ وال کنفرانس پیل شو. ولسمشر لي میونګ بک، د پنځوسو څخه د زیاتو هیوادونو استازو ته چې په دوی کې د دولتونو او حکومتونو مشران شامل دي، هرکلې ووایه. په کنفرانس کې د المان استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله کوي. سرمشریزه به په دې سره صلاح و مشوره وکړي چې څه ډول د رادیو اکتیفو موادو د ترهګرو او جنایت کارانو لاسونو ته د لویدو مخه ونیول شي.