1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویدن کي افغان ادبي او علمي څیرې وستایل سوې

۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبه

په سويدن کي د دوو تنو علمي څيرو استاد محمد معصوم هوتک، او پوهاند داکتر خير محمد ماموند د علمي او فرهنګي هڅو په وياړ يوه ستره غونډه رابلل سوې وه. په غونډه کي د دواړو استادانو علمي او فرهنگي فعاليتونه وستايل سول.

https://p.dw.com/p/165aV
انځور: DW

د غونډي د جوړوونکو په خبره د غونډي د جوړيدو هدف ئې، ځوان نسل د خپلو علمي او ادبي شخصيتونو په علمي هڅو خبر سي او له دوی سره له نزدې وګوري. د غونډي ډيره برخه د دواړو علمي څېرو پر فعاليتونو، هڅو او ستاينو باندي را څرخېده.

د غونډي په پيل کي په سويدن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز او دوستۍ فرهنګي ټولنې مشر حبيب الله غمخور، دغه ډول غونډي ډيري ګټوري وبللې او زیاته ئې کړه چي که د يو چا درناوی، عزت او علمي چوپړ ته د هغه د هڅو یادونه د هغه په ژوند کي وسي نو دا به ډیر ستر کار وي:

«موږ غواړو چي له يوې خوا دغه عنعنه ورکه کړو چي په ژوندن کي افغان عالمان په کاڼو ویشتل کیږي او د هغوی تر مرگ وروسته ئې بيا د وير اوښکي تویږي. دغه علمي شخصيتونه بايد په خپل ژوند کي دا احساس وکړي چي ملت ئې د علمي هڅو او زيار په قدر پوهيږي.»

غونډي ته د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه یو شمیر هغو پوهانو هم خپل پیغامونه ور لېږلي ول، چي پخپله ئې په دې غونډه کې د بېلابېلو لاملونو له کبله گډون نه و کړی.

تر اوسه پوري د حاجي محمد معصوم هوتک ۴۱ اثار چاپ سوي دي او ۱۷ نور ئې يا چاپ ته استول سوي دي او يا هم د چاپ له پاره چمتو دي.

ښاغلي هوتک غونډې ته په خپله وينا کې پر يو لړ ژبنيو جنجالي مسایلو رڼا واچوله او زياته ئې کړه، چې پښتانه بايد يو وار له بې سوادۍ را ووزي او بیا باید د خپلي ژبي په معياري کولو باندي پیل وکړي:

د غونډي دوهم مشر مېلمه پوهان ډاکټر خير محمد ماموند، وو چي د کيميا او فزيک په برخو کي ئې ۱۴ کتابونه ليکلي دي.

پوهاند ماموند په ۱۳۷۰ لسيزه کي د کابل پوليتخنيک د عمومي کيميا ادارې په سپارښتنه د عمومي او غير عضوي کيميا او فزيکي کيميا په مضمونونو کي اته درسي کتابونه وليکل.

د غونډي په پای کي دواړو علمي او فرهنګي څېرو ته په سويدن کې د فرهنګي ټولنو له خوا بګړۍ ور پر سر او ستاينليکونه ورکړل سول.

نجيب الله زيارمل/ مالمو
کتونکی: مسعود جهش

پوهاند داکتر خير محمد ماموند
پوهاند داکتر خير محمد ماموندانځور: DW
استاد محمد معصوم هوتک
استاد محمد معصوم هوتکانځور: DW
د غونډې گډونوال
د غونډې گډونوالانځور: DW