په سوډان کي سرنويشت ټاکونکې ټول پوښتنه پيل سوه
۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبهپه جنوب کي ډير کم خلک شک کوي چي د شمال واکمني دي وروسته له دي ومني. ډيری باور لري چي ددې ټول پوښتني نتيجه به دا وي چي سوډان پر دوو هيوادونو سره وويشل سي:« شمالي سوډان» چي ډيری اوسيدونکي يې عرب نژاد مسلمانان دي او «جنوبي سوډان» چي ډيری اوسيدونکي افريقايي نژاده مسحيان دي.
د دغي ټولني پوښتني څخه د جنوبي سوډان هغه اوسديونکي چي د څه د پاسه دوو لسيزو کرونۍ جګړې څخه شمال ته کډه سوي ؤ، اوس مجبوره دي چي بيرته جنوب ته کډه سي، حتي که څه هم په شمال کي ځينو ځان ته يو هوسا ژوند برابر کړی.
د نيل د رود پر څنډو چي د بيړيو له بندر څخه ليري نه ده په سلګونو سوډانيان راټول سوي دي. هغوی د بيړۍ په واسطه د يو درې اونيز سفر څخه وروسته د خپلو ټولو وسايلو سره سره د سوډان د جنوب بندري ښار، جوبا، کي سره راټول سوي دي.
که چيري د ټول پوښتني نتيجه داسي چي جنوب له شمال څخه جلا سي، نو جوبا به د هغه پلازمېينه وګرځي.
په شلمه بيړۍ کي سوډان په کورنيو جنګونو کي سخت ښکيل وو او د 4 مليونو پناه وړنکو په وجه د افريقايي هيوادونو له جملې څخه په نړۍ کي د مهاجرو لوی رقم لري.
ډير زيات سوډانيان ګاونډيو هيوادنو ته پناه يوړه خو ډيری يې د امريکا متحده ايالاتو ، اروپا ،کاناډا ، او حتي آسترليا ته مهاجر سول.
د ملګروملتونو د سولي د ماموريت ادارې د معلوماتو له مخه اوس مهال د 1.5مليونه جنوبي سوډانيان د سوډان په شمال کي ميشت دي.
له دې جملې څخه 50 زره يې لا مخکي جنوب ته بيرته ستانه سوي او هره ورځ د ستنيدونکو په شميرکي زياتوالی راځي.
سوډان اوس په يو خاص حالت کي قرار لري.ځيني خلک د جنوب آزادۍ ته خوشبينه دي، اوځيني نوريي بيا خپل راتلونکي ته انديښمن دي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل