1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوډان کي درې تنه بهرنيان نيول سوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14mmO

د سوډان ځواکونو په شخړيزه تېل لرونکې سيمه کي د سويلي سوډان يو عسکر او درې بهرنيان نيولي دي. د سوډان خبري آژانس ويلي دي چي دغه څلور کسان ئې د مشکوکه فعاليتونو په تور نيولي دي. ويل سوي دي چي په نيول سوو بهرنيانو کي يو بريتانوی، يو نارويږی او يو هم د سويلي افريقا طابعت لرونکی کس دئ. زياته سوې ده چي له دغو کسانو څخه پوښتني گروېږني پېل سوي دي. د سوډان د پوځ وياند ويلي دي چي دغه نيونې د دې ثبوت دئ چي سويلي سوډان د جگړې په ترځ کي د بهرنيو کارپوهانو څخه مرسته ترلاسه کوي. خو د ناروې سره تړاو لرونکي مرستندويه ټولني پيپلزاېډ، دغه انځورونه غلط بللي دي او ويلي ئې دي چي نيول سوی يو کس د دوی همکار دئ. دغه مرستندويه ټولني ويلي دي چي دغو کسانو د سويلي سوډان په پوله کي دننه ماينونه پاکول او سوډان ته گرد سره ور اوښتي نه دي.