په سوچي کې د ژمني اولمپیک مهمې لوبې
د سوچي د المپیک په ژمنیو لوبو کې به ۹۸ د سرو زرو مډالونه ورکړل شي. دغه مډالونه به هغو لوبغاړو ته ورکړل شي چې د ژمني المپیک په نویو او زړو لوبو کې تر ټولو ښه وځلیږي.
د لوړې له سره سکي یا Alpine skiing
په دې لوبه کې تر ټولو مهمه موضوع سرعت دی. په دې برخه کې په څو سیالۍ وشي او د لوړو نمرو گټونکو ته به د سرو زرو مډالونه ورکړل شي. د آلمان له خوا به په دې لوبو کې ماریا هوفل ریش او فیلیکس نیوریوتر گډون وکړي.
آزاد ستایل سکي Freestyle skiing
دغه سیالي له ۱۹۹۲ کال راهیسي په ژمني المپیک لوبو کې شامله شوې ده. خو د سوچي په لوبو کې به په دې سیالۍ کې دوه نوي بخشونه هم شامل شي.
سنوبورد Snowboard
سنوبوردن له ۱۹۹۸ کال راهیسي په ژمني المپیک لوبو کې شامله شوې ده. په ۲۰۱۴ کال کې به په دې برخه کې ټول ټال ۱۰ د سرو زرو مډالونه ورکړل شي.
سکي او نښه ویشتنه Biathlon
دا په آلمان کې د ژمنیو المپیک لوبو په ډله کې تر ټوله مشهوره ده. په دې لوبه کې ورزشکاران هم سکي کوي او هم نښې ولي. د سوچي په المپیک کې به په دې برخه کې ۱۱ سیالۍ وشي.
کراس کنتري سکي Cross-country skiing
دغه لوبه هم په ډله ییزه توگه او هم په انفرادي توګه ترسره کیږي. په دې لوبه کې سیالۍ ډیره نزدي وي. په دې انځور کې دوه لوبغاړي ښوول شوي دي چې ډیره نزدي یې سره سیالي پای ته رسولې ده.
سکي او ټوپ وهل Ski jumping
دغه لوبه پر یوې ۹۰ متره او ۱۲۰ متره لوړې باندې کیږي. دغه لوبه هم په ډله ییزه او انفرادي ډول ترسره کیږي. دا چې یو لوبغاړی څومره لوړ ټوپ وهلي شي د هغه نمرې ټاکي.
بوبسلید Bobsled
په دې لوبه کې هم کیدای شي چې آلمان د سرو زرو مډال خپل کړي. دغه لوبه له ۱۹۲۴ کال راهیسې په المپیک لوبو کې شامله ده. دا لوبه هم په انفرادي او ډله ییزه توگه کیږي.
لوج Luge
په دې لوبه کې هم لوبغاړي پر یوه ترک یا ځغاست لیک باندې سره سیالي کوي. په سوچي کې به د لومړي ځل له پاره دغه سیالي د نارینه او ښځینه لوبغاړو تر منځ په ډله ییز ډول وشي.
سکیتون Skeleton
د دې لوبې د کولو له پاره باید سړی ډیر زیات جرات ولري. په دې سیالۍ کې لوبغاړي پر یوې تختې باندې په سینه پراته وي او هغه پر یوه ترک یا ځغاست لیک باندې ځغلوي. دغه لوبه تر شل کلونو ځنډ وروسته په ۲۰۰۲ کال کې یو ځل بیا په ژمني المپیک لوبو کې شامله شوه.
کورلینګ Curling
دغه لوبه باولینګ ته ورته ده خو د یخ پر سر کیږي. په دې لوبه کې باید د کورلینګ ډبره یوې دایرې ته د امکان تر حده پورې نزدې وښویل شي. په دې سیالۍ کې د آلمان یوازې د نارینه و لوبډله ګډون کوي.
د یخ پر سر نڅا Figure skating
د دغې لوبې ورزشکاران د یخ پر سر ټوپونه وهي او نور پر زړه پورې حرکتونه اجرا کوي. دغه سیالۍ هم په ډله ییزه او انفرادي توګه ترسره کيږي.
تیز سکي Speed skating
دا د المپیک د لوبو یوه اصلي سیالۍ ده چې له ۱۹۲۴ کال راهیسې ترسره کیږي. په دې لوبه کې لوبغاړي په شپږو روندونو کې له ۵۰۰ مترو څخه تر ۱۰۰۰۰ مترو پورې واټن وهي او هر څوک چې تر نورو لومړی د پای کرښې ته ورسیږي، د سیالۍ ګټونکی کیږي..
لنډ ترک یا څغاست لیک Short track
دغه لوبه هم په انفرادي او ډله ییزه توگه ترسره کیږي. تر اوسه پورې آلمان په دې سیالۍ کې کوم مډال نه دی ګټلی.
د یخ هاکي Ice hockey
دا هم د ژمنیو المپیک لوبو یوه اصلي سیالي ده. په دې لوبه کې روسیه، کانادا او امریکا متحده ایالات ډیر مخکښه دي. د آلمان د نارینه و لوپډلې په دې لوبه کې دوه وارې د برونزو مډالونه ګټلي دي خو هغوی و نه شو کولای چې د سوچي لوبو ته لار وموندي. .