1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوچي کي يو کلی څرنګه له المپيکه کړيږي

محمد قاسم نوري/ بوشايف مېخايل۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

په سوچي کي د المپیک ژمنۍ لوبي د ځینو خلګو له پاره کارونه پیدا کړي دي، د ځينو له پاره یو جشن دی، خو د «اخښتیر» کلي د اوسیدونکو له پاره یې بیا تر اوسه پوري یوازي ستونزي جوړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1B25b
انځور: DW/M. Bushuev

په سوچي کي یو ټکسي چلوونکی د خپل «جی پی ایس» آلې په واسطه هم د اخښتیر کلی پیدا کولای نه شي او وايي چي دا چیري دی. دغه کلی د ابخازیا له سرحد سره د «ادلر» ولایت په یوه غرنۍ سیمه کي پروت دی. په دغه کلي کي فقط ۷۰ کسه ژوند کوي. د المپیک د ژمني سياليو دمخه د ځینو خلګو له پاره د سوچي سیمي په شاوخوا کي ډیر کارونه پیدا سوي دي، محلي او ځايي شرکتونو ته لوی لوی فرمايشونه ورکول سوي دي.

ډیر انسانان د ژمني ورزشي لوبو په جریان کي د عصري زیربنايي کارونو د سرته رسولو په اړه هيران پاته دي. خو د اخښتیر اوسیدونکو له پاره داسي یوڅه نه دی تر سوی، چي ورباندي خوشاله سي.

د دغه کلي یو اوسیدونکی ایلیا سامیسین په ډیر قهر سره وايي چي «ورزشي لوبو موږ ته هیڅ نه دي راکړي. پخوا به ما د مزیمتا درود اوبه چښلې او کبان به مي پکښې نیوله او اوس هیڅ شی هم نه کیږي.» سامیسین د رود ژیړو خټینو اوبو ته اشاره کوي چي د المپیک د سپورټي ځایونو په امتداد بهیږي. سامیسین له دويچه ويله سره په خبرو کي وویل چي «سړی اوس کولای سي، له رود څخه یوازي ساختماني پاته سوي را وباسي.»

وچ سوی رود
وچ سوی رودانځور: DW/M. Bushuev

هیڅ شی د پخوا په شان نه دی

له هغه راهیسي چي په ۲۰۰۸مېلادي کال کي په سوچي کي د المپیک د ژمنیو لوبو، لویو پروژو د جوړیدلو کار پیل سو د اخښتیر د اوسېدونکو ژوند ډیر زیات تغیر خوړلی دی. دغه کلی پخوا یوه لاس نه خوړلي طبیعت پوښلی وو. خو دغي سیمي د المپیک ژمنیو لوبو ته د امادګیو پر مهال د ملي طبیعي پارک خصلت له لاسه ورکړ.

د توري بحیرې له غاړي څخه بیا تر کراسنایا پولیانا پوري د لويي لاري او اورګاډو د پټلیو جوړول د مزیمتا د رود شاوخوا طبیعت کاملاً خراب کړی دی. ډیري زړې وني چپه سوي دي چي پخوا یې هیڅ لاس هم نه وو خوړلی. تر ټولو دمخه ساختماني پاته سوو ډیري ستونزي رامنځ ته کړي دي. ساختماني کمپنۍ د چاپیریال ساتني د مقرراتو مراعت نه کوي او پاته ساختماني مواد په اوبو او هر ځای کي اچوي.

د اخښتیر په کلي کي د ساختماني موادو تر پاته سوو لا غټ مشکل دا دی، چي نور د څښلو اوبه نسته. پخوا به خلګو څهان کښل او یا به یې د رود اوبه استعمالولې، خو کله چي د ودانیو د جوړولو له پاره د مځکو د کیندلو کارونه پیل سول، ورسره اوبه هم کښته ولاړلې. الیا سیمسین وايي چي«زموږ مځکه داسي ده لکه اسفنج او اوس پرهغې باندي په سوو ټنه درانه ساختماني ماشینان او سامان آلات ولاړ دي.»

تر دې وروسته نو باید دغه کلی ته اوبه له نورو ځایونو څخه وروړل سي. خو هغه یوازي د انسانانو له پاره کفایت کوي او نه د هغوی د رمو او ګلو له پاره. ځکه نو ډیری کسانو خپل څاروی له لاسه ورکړي دی.

جالبه لا داده چي اوسنۍ جوړه سوې لویه لار د اخښتیر له کلي څخه يوازي نیم کیلومتر لیري ده، خو اوسیدونکی یې ورڅخه استفاده کولای نه سي، ځکه چي له کلي څخه ورته ارتباطي لارنه سته.