1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سونو پاکستاني کارگر له عربستانه ايستل کيږي؟

۱۳۹۵ مهر ۶, سه‌شنبه

په روانه اوونۍ کې په سونو پاکستاني کارگر له سعودي عربستان څخه خپل هيواد ته ستنیږي. دغو کارگرو په عربستان کې د پیسو گټلو او ښې راتلونکې په نېت ډيري روپۍ لگولې وې، خو اوس پرته له تنخواه تش لاس بیرته خپل کور ته ورگرځي.

https://p.dw.com/p/2QcjZ
Indische Arbeitsmigranten in Saudi-Arabien
انځور: Getty Images/AFP

په سعودي عربستان کې د پاکستان په سفارت کې د ټولنیزو چارو اتاشې عبدالشکور شیخ، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د چهارشنبې له ورځې راهیسې به په عربستان کې د بند پاتو مزدور کارانو د بیرته استولو لړۍ پېل شي.

د هغه په خبره تر ۴۰۰ زیات پاکستاني کارگر بیرته خپل هیواد ته استول کیږي، خو په خبره به یې هغوی به تش لاس ستنیږي. تر دې د مخه تر ۲۷۰ زیات پاکستاني مزدور کاران بې له معاشه پاکستان ته ستانه کړی شوي ول.

تر څلورو سوو زیات دغه پاکستاني کارگرو د هغو شپږو زرو کارگرو له ډلي څخه دي چې په سعودي عربستان کې یې د ساختماني چارو مشهور شرکت «سعودي اوجیه» له پاره کار کاوه.

دغو کسانو ته له تیرو اتو یا نهو میاشتو راهيسي معاش نه دی ورکړل شوی. د یادولو وړ ده چې په دغه شرکت کې په سونو هندي او فلیپیني کارکوونکي کارگر بې له معاشونو خپلو هیوادونو ته ستانه کړل شوي دي.

د دغه شرکت خاوند د لبنان پخواني سرمایه دار سعد حریري دی. په ټولیزه توگه په دغه شرکت کې تر۳۰ زرو زیات کار کوونکي اغېز من شوي دي. په سعودي کې د پاکستان د سفارت په وينا د سعودي عربستان حکومت د پاکستاني کارگرو د بیرته ستنولو په برخه کې مرسته کوي او په دې ترڅ کې نورو ۲۰۰۰ کارگرو ته د خروجي ویزې چارې بشپړې شوي دي.

د دغه شرکت نورو ۷۰ پاکستاني کار کوونکو ته په نورو شرکتونو کې د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د نورو سونو پاکستاني کارگرو برخلیک لا نامعلوم دی.

د سعودي اوجیه، په شان شرکتونو له حکومت سره تړونونه لاسلیک کړي دي او د حکومت له لوري د پیسو په ورکړه کې د ځنډ له کبله ورته زیان اوښتی. د سعودي عربستان د حکومت د عاید یوه لویه برخه د اومو تیلو له خرڅلاو سره تړلې ده او په نړۍ کې اوس د تیلو بيي د رالویدو له کبله د سعودي د حکومت په عاید کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی.

دا به هم درته جالب وي