1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوماليا کي لږ تر لږه ۱۲ تنه انسانان له منځه تللي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14aCd

د سوماليا جنوب د بايدوآ په ښار کي په يوه مشهوره مارکيټ کښي د چاودني له کبله لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل سوي دي او۳۰ کسان نور ټپيان سوي دي. اکثريت قربانيان ښځي او کوچنيان دي چي د سودا اخيستلو له پاره بازار ته تللي ول.

د ال شباب ياغيانو ويلي دي چي دوی غوښتل په دغه بريد سره، ايتوپيايي او سوماليايي عسکر له منځه يوسي. حکومت د بايدوآ ښار درې کاله دمخه د ايتوپيايي عسکرو په کومک د ال شباب له ياغيانو څخه ونيوئ.