په سوریې کې ۱۶ کسان ووژل شول
۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبهاعلان
د سوريې د بشر د حقوقو د فعالينو د معلوماتو پر اساس د بشارلاسد سرتیرو د حما د ولايت په شاوخوا کښي يوه ناحيه په توغندیو ويشتلې ده او لږ تر لږه ئې ۱۶ کسان وژلي دي.
ويل کيږي چي د قربانيانو په ډله کښي درې تنه کوچنیان هم شامل دي. د دوی په حواله د سوريې په نورو برخو کښي هم حکومتي قواوو پنځه کسان وژلي دي.