1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارونې امکان

سید ریاض (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ اردیبهشت ۶, جمعه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې ښایي د بشارالاسد رژیم د پاڅونکوونکو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي. خو امریکايي استخباراتي ادارې زړه او نا زړه دي چې په دغه خبره په بشپړه توگه تائید کړي.

https://p.dw.com/p/18Ndu
A Syrian opposition fighter tries a gasmask in the northern city of Aleppo on July 25, 2012. Battles raged through the night in several districts of Syria's second largest city to which the regime had rushed reinforcement, after rebels launched an all-out assault for control of the country's commercial hub on July 20. Arabic graffiti on the police station's entrance reads "Assad's Syria". AFP PHOTO / PIERRE TORRES (Photo credit should read Pierre Torres/AFP/GettyImages)
Syrien Kämper mit Gasmaske in Aleppo Chemiewaffenانځور: Pierre Torres/AFP/GettyImages

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې په دې باور دي چې ښایي د سوریې حکومت په محدوده پیمانه په احتمالي توګه اتومي وسلې کارولي وي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې ویاندې کایتلن هایدن، ویلي دي چې د دوی استخباراتي ادارې د بیلا بیلو اړخونو د ارزونو په پایله کې دې باور ته رسیدلې دي چې د سوریې رژیم په لږه کچه کیمیاوي وسلې کارولي دي.

نوموړې ویاندې د« فزیولوجیکي نمونو» ارزونو ته په اشاره سره زیاته کړې ده چې د سارن په نوم له کیمیاوي مادې څخه استفاده شوې چې د فلج، ساه تنګې او مرګ سبب کیږي. له دې سره سره هایدن ویلي دي چې دا خبره لا څرګنده نه ده چې دغه وسلې د چا په اختیار کې دي او له دې امله نه شي کولای چې دا خبره تایید کړي چې څرنګه او په کومو شرایطو کې له دغو وسلو څخه استفاده شوې ده.

هغې زیاته کړې ده چې وروستیو تجربو ته په کتو سره په دغه شان مواردو کې یوازې استخباراتي ارزونې کافي نه دي. په عین وخت کې فرانسې، بریتانیا او اسرائیلو هم د سوریې په کړکیچ کې د کیمیاوي وسلو کاریدو ته اشاره کړې ده.

امریکا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو د رپوټونو په اړه څیړنه کوي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې د کیمیاوي وسلو کارول به له «سرې کرښې» څخه د تیریدولو په معنی وي او دا کار به ممکنه پوځي مداخلې ته لار هواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکي وایي چې اوباما «باوري او کره» حقایقو ته اړتیا لري.

«له ټولو کنوینسونونو څخه سرغړونه»

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیګل په ابو ظهبي کې د منځني ختیځ د سفر په پایې کې وویل چې د استخباراتي رپوټونو د خپرولو پریکړه په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې شوې ده. هغه خبرداری ورکړ چې د دغه شان وسلو کارول به د جګړې له ټولو کنویسونونو څخه د سرغړونې په معنی وي.

د دې پوښتنې چې د استخباراتي ارزونو خپرول په دې معنی دي چې سوریه له سرې کرښې اوښتې ده، ته په ځواب کې هیګل وویل چې د هغه دنده د متحده ایالاتو ولسمشر ته د مختلفو لارو چارو وړاندیز کول دي. د امریکا استخبارتي ادارو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارونو په اړه د خپلې څیړنې پایلې امریکايي قانون جوړوونکو ته هم استولې دي.

دغو استخباراتي ادارو امریکايي قانون جوړوونکو ته ویلي دي: «موږه په دې باور یو چې په سوریه کې له هر رنګه کیمیاوي وسلو څخه استفاده، په ډیر قوي احتمال سره د اسد د رژیم له لوري شوې ده.»

د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه د بریتاینې شک

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزرات د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې ۲۵ نیټه) وویل چې دوی داسې معلومات لري چې په سوریه کې په احتمالي توګه کیمیاوي وسلې کارول شوي دي. لندن له بشارالاسد څخه غوښتي دي چې له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي، ترڅو دا خبره په اثبات ورسوي چې د دغو وسلو د کارولو اجازه یې نه ده ورکړې.

سوریه د کیمیاوي وسلو په کنوینسون کې شامله نه ده. دغه کنوینسون د کیمیاوي وسلو پر استعمال باندې بندیز لگوي. له میاشتو راهیسې متحده ایالاتو، اسراییلو او د اروپایي ټولنې یو شمیر هیوادونو د کیمیاوي وسلو په شمول د سوریې د وسلو د زیرمو د ساتنې د څرنگوالي په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده.

په هغو هیوادونو کې چې د کیمیاوي وسلو کنوینسون یې نه دی لاسلیک کړی، اسراییل، میانمار (پخوانۍ برما)، انګولا، مصر، شمالي کوریا، سومالیه او سویلي سوډان شامل دي.