په سوریې کې د نوو عام وژنو خبر ورکړل شوی
۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه
د سوریې د ملي شورا یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د بشارالاسد رژیم پورې تړلو سرتیرو او نیمه سرتیرو د القبیر په کلي کې د ماشومانو او ښځو په گډون شاوخوا ۱۰۰ کسان وژلي دي.
د فرانسې د خبري آژانس په خبره په سوریې کې د بشري حقونو د څار یوه مرکز د قربانیانو شمیره لږ تر لږه ۸۷ کسان ښودلې ده. دې مرکز ویلي دي چې پوځ لومړی دغه کلی د لاسي بمونو تر برید لاندې نیولی دئ او وروسته دې کلي ته ننوتلي دي او د کلي اوسیدونکي ئې په چړو او مرمیو وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د المان خبري اژانس د سوریه د بشري حقونو د څار د دفتر په حواله لیکلي دي چې د چهارشنبې په شپه په سوریه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي. په سوریه کې د سمیه ییزو همکاریو کميتې وایي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څار ادارې او ملي شورا د ملگرو ملتونو له څارونکو څخه د دغې پېښې د څیړنې غوښتنه کړې ده. د سوریې حکومت په دې وژنه کې هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده.
په هغه بیانیه کې چې د سوریې د دولتې تلویزیون له خوا خپره شوې ده راغلي دي هغه څه چې په ځینو رسنیو کې د القبیر د پېښې په اړه خپاره شوي دي په بشپړه توگه غلط دي. دې تلویزیون ادعا کړې ده چې یوې ترهگرې ډلې د حما په سیمه کې یو جنایت تر سره کړی دئ چې پکښې نهه کسان وژل شوي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون ادعا کړې ده چې دغه جنایت په قصدی توگه د سوریې په هکله د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا تر غونډې مخکې تر سره شوی دئ چې د سوریې رژیم تر فشار لاندې راشي.
د سوریې د ملي تلویزیون په خبره په دې کلي کې ښځې او ماشومان په تړلو لاسونو او پښو وژل شوي دي. دې تلویزیون زیاته کړې ده چې له هغه وروسته چې د القبیر د کلي اوسیدونکو له دولت څخه مرسته وغوښته د سوریې پوځ پر دې ځای باندې برید وکړ.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د مې په ۲۵مه نیټه د حوله په ښار کې د ښځو او ماشومانو په گډون لږ تر لږه ۱۰۸ کسان ووژل شول. د سوریې حکومت په دې پېښه کې هم خپل هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده او هغه ئې د وسله والو ترهگرو کار بللی دئ.
د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۶ هیوادونو استازو د سوریې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړي. په غونډه کې چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه جوړه شوې وه موافقه وشوه چې بشارالاسد نور راتلونکې نه لري او باید په سوله ییزه توگه واک ولیږدوي.
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی کوفي عنان، غواړي د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو په غونډه کې د سوریې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم