په سوریه کې لا هم نښتې ادامه لري
۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبهاعلان
د ورکړل شوو رپوټونو په حواله په سوریه کې لا هم جگړه ادامه لري. د سوریې د فعالینو د وینا له مخې په تیرو دوو ورځو کې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي. د سوریې د پاڅون کوونکو د وینا له مخې دوی د یکشنبې په ورځ د حلب ښار او ترکیې د سرحد تر منځ په عمومي سړک باندې پروت د سوریې د دولتي ځانگړو ځواکونو یو لوی پوځي مقر نیولای دی.
په عین وخت کې دا هم ویل کیږي چې ښایي المان او هالنډ به د ناټو متحد ترکیې ته پیټریاټ توغندي هم واستوي تر څو د سوریې سره د ترکیې له گډې پولې څخه دفاع وکړای شي. دا گام وروسته تر هغې اخیستل کیږي چې په تیرو وختونو کې د سوریې له لورې توغول شوې د هاوان مرمې د ترکیې په خاوره ولگیدې. په پام کې ده چې ترکیه به په رسمي ډول نن له ناټو څخه د دغه توغندیو غوښتنه وکړي.