په سوریه کې د نښتو له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سهشنبهاعلان
په سوریه کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د دوشنبې په ورځ د حمص په مرکزي ښار الراستان کې نښتې شوي دي چې لږ تر لږه پکښې ۲۳ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.
دغه خبره د سوریې د وضعې څارونکې د بشرې حقونو یوې ټولنې کړې ده. په عینی حال کې فعالینو ویلي دي چې په دغه نښتو کې د سوریې د مخالف وسله وال پوځ درې تنه هم وژل شوي دي. له بل پلوه په بروکسل کې د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوریې باندې د نوو بندیزونو د لگولو پر سر موافقه کړې ده.