1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د روسيې د پوځي حضور پراخیدل

۱۳۹۴ مهر ۱, چهارشنبه

کوم انځورنه چې د رواني میاشتي په پیل کې د ستلایت په مرسته اخيستل شوي دي، ښي چې روسيې د سوریې په سمندري ساحل کې دوه نوې پوځي تاسیسات جوړ کړي دي. ویل شوي دا انځورنه څرگندوي چې سوریه «د روسي ځواک د هرکلي تیاری نیسي.»

https://p.dw.com/p/1Gbod
انځور: picture-alliance/RIA Novosti/A. Kudenko

دغه ستلایت انځورونه چې یوې مخکښي دفاعي ډلي له خوا اخیستل شوي دي ښکاره کوي چې سوریه ښايي د دې له پاره ځان چمتو کوي چې دغو تأسیساتو ته روسي عسکرو ورسیږي.

دا په داسي حال کې ده چې دغه هیواد وار په وار په یوه خونړۍ کورنۍ جگړه کې ډوبیږي چې تر اوسه پوري د څه ناڅه ۲۵۰ زرو انسانانو د ژوند او د ميلیونونو نورو د بې ځایه کیدو او هجرت په بیه تمامه شوې ده.

د امنیتي - دفاعی استخباراتي معلوماتو د راټولو له پاره گمارل شوې «جینز» نومي اطلاعاتي ډلي وویل چې دغه انځورنه د سپتمبر مياشتي په نیمايي کې اخیستل شوي دي. په انځورونو کې لیدل کیږي چې د مدیترانې سمندرگي په هغه ساحل کې چې له سوریې سره په سرحد کې دی، دوه نوی تاسیسات جوړ شوي دي. دغي ډلي دغه انځورونه د تجارتي ستلایت «ایربس ډلي» څخه ترلاسه کړي دي.

د «جینز» ډلې د استخباراتي څېړني لیکوال، راب مونسک د سه شنبه په ورځ وویل: «پخوانی نه بربنډ شوی کار چې د سوريې د «لاذقیه» ساحل په شمال کې د وسلو په یوه زیرمه او پوځي اډه کې تر سره شوی، ښکاره کوی چې روسیه کولای شي چې بالقوه دغو دواړو تأسیساتو ته عسکر واستوي.»

مونسک وویل: «سوریه ښايي د دې له پاره تیاری نیسي چې روسي ځواکوونو ته هرکلی ووايي.»

د دغه څېړونکي د وینا له مخې د لاذقیه په هوايي ډگر کې د جټ الوتکو «پام وړ زیاتوالی» پر دې شهادت ورکوي چې د «روسيې په تحقیقاتي ځواک کې پراخوالی» راغلی دی.

هغه زیاته کړه: «د پیاده قواوو د یرغل د توانمندۍ له زیاتیدو سره چې هلته روسيې په خپل جنگي توانمندۍ کې دير زیات بدلون راوستی دی.»

روسيې په ناڅاپی توگه د لاذقیه په جنوب کې په یوه هوايي اډه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی، دا ښار لا تراوسه د ولسمشر بشارالاسد تر کنترول لاندي دی. په دې اډه کې مسکو پر جنگي ټانکو سربيره جنگي الوتکي، څرخۍ الوتکي هم ځای پر ځای کړي او د هستوگني ځايونه ئې جوړ کړي.

امریکا متحدو ایالاتو د اسد له رژیم څخه د مسکو ملاتړ په هکله اندېښنه څرگنده کړې ده او د مسکو او دمشق ترمنځ پوځي اړیکو ته په ښه سترگه نه گوري او حتی وايي چې دا به د «اسلامي دولت» ترهگري ډلې پرضد د روسيې او امریکا د هڅو همکارۍ ته تاوان ورسوي.

د سورېې یو لوړ پوړي پوځي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دمشق له روسيې څخه نوي پوځي وسایل چې په هغو کې لږ تر لږه پنځه جنگي جت الوتکي هم شاملی دي، تر لاسه کړي دي.

روسیه د شوروي اتحاد له دورې څخه د دمشق ملاتړ کونکی دی، او ولسمشر پوتین وايي چې د اسد له رژیم څخه د روسيې ملاتړ له نړیوالو قوانینو سره برابر دی.

امریکا متحد ایالات وايي چې د سوریې د رژیم پوځي ملاتړ دغه هیواد ته نور افراطيا جذب کړي او د دې هیواد د کړکیچ د سولیز حل له پاره لاره نوره هم ستونزمنه کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب