1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د اختر په لومړی ورځ اوربند نه دی مراعات شوی

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/16Y38

په سوریه کې د اختر په شپو او ورځو کې د یوه اوربند په هکله توافق حتی په لومړې ورځ هم نه دی مراعت شوی. د سوریې د دولتي تلویزون په وینا تیره ورځ په پلازمینه دمشق کې د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او نور په لسگونو تنه ټپیان شول. پر دې سربیره تر دې وړاندې هم د سوریې په بیلا بیلو برخو کې د اوربند له مراعاتولو څخه سرغړونه شوې وه.

لندن میشته د سوریایي بشري حقونو د ټولنې د وینا پر اساس د جمعې په ورځ په سوریه کې لږ تر لږه ۴۷ تنه وژل شوي دي. د جمعې ورځ په اسلامي هیوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه. د سوریې په کړکیچ کې ښکیلې دواړه غاړې یعنې رژیم او اپوزیسیون د لخدار براهیمي سره د دوشنبې تر ورځې پورې د یوه اوربند د مراعاتولو پر سر توافق ته رسیدلي وو. دا په داسې حال کې ده چې د النصرا په نوم د اپوزیسیون یوې ډلې د اوربند خبره په کلکه سره رد کړې وه.