1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوریه کې باید د امنیت د شورا د پریکړې پرته هم د عمل تیاري ولرو»

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/155LP

د امريکا د متحده ايالاتو په نظر د سوريې د بحران د حلولو له پاره بايد نړيواله ټولنه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورأ له فيصلو پرته هم يوه عمل ته تياري ولري.

په ملګرو ملتونو کښي د امريکا سفيرې سوزان رايس، وويل چي د دغه بحران د له منځه وړلو په خاطر د حل درې لاري ممکنې دي:

د هغې په خبره لومړې لاره دا چي کيدلای سي جمهور رئيس بشار الاسد خپل نظر ته تغير ورکړي او د ملګرو ملتونو د سولې پلان ومني. دویم دا چې د امنيت شورا مداخله وکړي چې پلان تطبيق سي، او دريم دا چې په ډير خراب حالت کښي کيدلای سي چې وضع له کنټرول څخه ووځي او تشدد نورو هيوادو ته ور انتقال سي.

په ملگرو ملتونو کې د امنیت د شورا استازې ویلی دي چې په دې حالت کې نو بايد دولتونه له ځان څخه پوښتنه وکړي چي ايا دوی تيار دي، چې پرته د امنیت د شورا په پریکړې هم په یوه عمل لاس پورې کړي او که نه.