«په سوریه کې باید جنگي جنایتکارانو ته سزا ورکړل شي»
۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میرمن ناوې پیلې، د امنیت له شوری څخه غوښتي دي چې د نړیوالي جزايی محکمې له لارې دې په سوریه کې د جنگي جرمونو پېښې تر پلټنې لاندې ونیسي.
ناوې پیلې په نیویارک کې ویلي دي چې هغه په دې باوره ده چې په سوریه کې جنگي جنایتونه او د بشریت پر ضد جنایتونه تر سره شوي دي. هغې زیاته کړې ده چې د دغه کړنو مسئولین باید مجازات شي. دا د ملگرو ملتونو د کمیساري له لورې هغه غوښتنې ته غبرگون ښودل وو چې د ۶۰ هیوادونو له لوري د سویس په ابتکار جوړه شوې وه.
خو پر دې سربیره هغې په دې اعتراف کړی دی چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری غړي پر دې موضوع سره توافق ته نه دی رسیدلي چې دغه قضیه نړیوالې محکمې ته راجع کړي.
چین او روسیه چې د امنیت په شوری کې د ویتو حق لرونکي هیوادونه دي، څو وارې یې د سوریې د مشرتابه په وړاندې د سختو پریکړه لیکونو مخه ډب کړې ده. د ملگرو ملتونو د راپور پر اساس د ۲۰۱۱م کال د مارچ د میاشتې راهیسې د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې د دوامداره پاڅون په ترڅ کې شاوخوا ۶۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.