په سوریه کې اپوزیسون بیا د نښتو خبر ورکړی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبهاعلان
په سوریه کې یو ځل بیا د دولتي ځواکونو او اپوزیسون تر منځ د خونړیو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د اپوزیسون د فعالینو په وینا د دولتي ځواکونو له خوا د دیرا پر ښار باندې د گولیو د ورولو له امله ۲۰ تنه وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي اداری خبر ورکړی دئ چې یاغیانو بیرته پر دولتي ځواکونو باندې جوابي بریدونه تر سره کړي دي. په سوریه کې د روان تاوتریخوالي له امله دې خبرو زور اخیستې دئ چې نړیواله ټولنه باید د سوریې پر وړاندې سخت گامونه پورته کړي.