په سوریه کی د اوربند په اړه امیدواری رامنځته سوې
۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لخضر براهیمی د هغې غوښتنی څخه چې په سوریه کې دې د لوی اختر په شپو او ورځو کې اوربند مراعت سي، خپل ملاتړ اعلان کړ. خو د دغه تفاهم په هکله ضد ونقیض خبرونه خپاره سوي دي. براهیمی ویلي دي چې د بشارالاسد له خوا د اوربند په هکله مثبت زیګنال ورکړل شوی، خو بیا په رسمي ډول د سوریې له خوا ویل کیږي چې دوی به د ورځي په اوږدو کې په دې هکله خپله پرېکړه وکړي.د سوریې اپوزیسیون بیا پر اسد باندی شک لري چی دغه اوربند به واقعاً مراعات کړي.