1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريي کي پیاوړي مظاهري وشوي

۱۳۹۰ مرداد ۱, شنبه

د ټینگو امنیتي اقداماتو سره سره د سوريي په مختلفو سیمو کي په لس ګونو زرو خلک د بشار الاسد د رژیم پر ضد سړکونو ته ووتل. په دمشق، حومص او دغه راز په ځینو نورو سیمو کي دغو خلکو د بشارالاسد پر ضد مظاهري تر سره کړي

https://p.dw.com/p/122GC
په سوريي کي پیاوړي مظاهري تر سره شوي
په سوريي کي پیاوړي مظاهري تر سره شويانځور: dapd

د سوریي په پلازمیني دمشق کي د الحسن د جامع جومات په مخکی په زرګونو خلکو د ولسمشر بشار الاسد د واکمنی پر ضد په احتجاج لاس پوري کړ.

امنیتی ځواکونو د پلازمینی دمشق یوه برخه محاصره کړه او له پلټنو، نیولوو، د بریښنا د غوڅیولو او تیلفوني اړیکو د بندولو څخه د حکومت مخالفین رپوټ ورکوی.

د هغوی خبري البته د خپلواکو سرچینو له خوا تر اوسه پوری تصدیق شوی نه دي. د سوریي رژیم بهرنیو ژورنالستانو ته اجازه نه ورکوي چي دغه هیواد ته ننوځي او خپلواک رپوټونه چمتو کړي.

خو د څلورو میاشتو څخه را په دی خوا د سوریي په ختیځ، د کردانو په سیمو کي، په جنوب په درعا کي او د لبنان په پوله پروت ښار حومص کی احتجاج کونکی د بشار الاسد د رژیم د نسکوریدو غوښتني کوي.

په حومص کي د عینی شاهدانو په وینا له د زغروال ټانکونو څخه د مظاهره کونکو پر ضد کار اخیستل شوی دی.

ویل شوي دي چي له یوي اونۍ را په دي خوا له 20 تر 40 کسانو پوری د دغو مظاهر په ترڅ کی خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي. د جمعی په ورځ هم د مرګ ژبولو رپوټونه ورکړل شوی ول.

د حکومت مخالف اړخ اندیښنه لري چي رژیم ښایی په هیواد کي د سنی اکثریت او د علویانو اقلیت تر منیځ نښتي ولسموي. علویان د بشار الاسد د رژیم، واکمنی ډلي پوري اړه لري. په امنیتي ارګانو کي ډیری غټي څوکیو هغوی ته ورکړی شوی دی.

رژیم خپله له دي مخکي خبرداری ورکړی وه چي ښایي په سوریي کي، عراق ته ورته وضعیت رامنځ ته شي چیرته چي دشیعه اقلییت او سني اکثریت ترمنح خونړۍ نښتي وشوي. د حکومت مخالف اړخ وایی رژیم هڅه کوی په دی ډول د هغیو ترمنح بیلتون رامنځ ته کړی.

یو شمیر کارپوهان هم په دي نظر دی چی د بشار الاسد رژیم د «تفرقه بانداز حکومت کن» له چم څخه ښایی کار واخلی.

د قطر له پوهنتون څخه محجوب زراوي وایي:

«رژیم د تفریقی په لټي کي دی. څوک چي ور سره خبري کوي، هغه ته ښه وایي، څوک چي په احتجاج لاس پوري کوي، هغه ته زور پالونکی وایي. په دي ډول رژیم هڅه کوي چي د هغو کسانو پر ضد چي مخالفت یي کوي خپل زور زیاتی توجیه کړي.»

آژانسونه/ عبدالباری حکیم
کتونکی: مسعود جهش