په سوريه کښي د اوربند اميدواري نوره له منځه تللې ده
۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سهشنبهاعلان
په سوريه کښي نوره ددې اميدواري کمه سوې ده، چي حکومتي ځواکونه دي د موافقې سره سم نن سه شنبه اوربند مراعت کړي.
لکه څرنگه چي اپوزيسيون خبر ورکړی دئ، پرون دوشنبه، بيا پوځ ډير کسان وژلي دي او ددې اميدواري ئې له منځه يووړه چي عسکر به له ښارونو او ناحيو څخه ووزي.
د بلي خوا بيا د ترکيې حکومت سوريې ته په خپله خاوره کښي د مهاجرينو پر يوه کمپ باندي د فيرونو له کبله اخطار ورکړی دئ، او ويلي ئې دي چي دغه ډول اعمال به بې عواقبو پاته نسي. په دغو فيرونو کي ډير کسان زخميان سوي دي. ترکيې د سوريې سره په سرحد کښي کمپونه جوړ کړي دي او تقريباً۲۵۰۰۰ سوريايي مهاجرين پکښي ژوند کوي.