په سوريه کي ۱۰۶ تنه انسانان وژل سوي دي
۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبهاعلان
ویل کیږي چي د سوريې حکومتي ځواکونو په حمص کښي د عملیاتو او تلاښیو پر وخت ۱۰۶ انسانان وژلي وي. دغه خبر د پنجشنبې په ورځ په لندن کښي د بشر د حقوقو سازمان له سیمي څخه د معلوماتو پر بنأ ورکړی دی. د دغه رپوټ پراساس د تیري سه شنبې په ورځ عسکرو د خپلو تلاښیو پر مهال د حمص د باستین ال حسویه په ناحیه کښي ډیرو کورو ته اورونه واچول، چي پکښی ډیري کورنی له منځه ولاړې. د فعالینو په خبره په وژل سوو کسانو کښي کوچنیان هم شامل دي.