په سوريه کي پر يو ښوونځی تر ټولو خونړی بريد
۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبهد ملگرو ملتونو د کوچنيانو صندوق (يونيسف) اعلان کړی دئ چي د سوريې په شمال ادلب ولايت کي پر يوه ښوونځي باندي هوايي يرغل ۲۲ کوچنيان او ۶ ښوونکي وژلي دي.
دغه يرغل چي د چهارشنبې په ورځ د حلب په سويل کي پر حاص ښار باندي سوی دئ ۳۵ کسان پکښې وژل سوي دي.
په لندن کي مېشت د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخي پر حاص ښار باندي په ټوله ايزه توگه ۶ هوايي يرغلونه سوي دي. د دغه سازمان مدير رامي عبدالرحمان، ويلي دي چي احتمالاً به دغه يرغل روسۍ الوتکو کړی وي.
خو د روسيې د دفاع وزارت يوه وياند ايگور کوناشنکوف، په دغو يرغلونو کي د روسيې او سوريې هر ډول دخالت رد کړی او زياته کړې ئې ده چي د روسيې او سوريې پوځ په تيرو ۹ ورځو کي د حلب په ۱۰ کيلومترۍ کي هيڅ ډول عملیات نه لرل.
د يونيسف مشر آنتوني ليک، دغه پېښه يوه «تراژدي او رسوايي» او «يو جنگي جنايت» نومولې ده. د سوريې د کورنۍ جگړې له پيل راهيسي دا پر يوه ښوونځي باندي تر ټولو خونړی يرغل دئ.
د سوريې ادلب ولايت د مخالفو وسله والو ډلو په ولکه کي دئ. په دغو ډلو کي القاعدې ته نژدې ډله هم شامله ده.
نور مطالب: