په سوريه کي پر اوربند باندي توافق وسو
۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعهد جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير تر ساعتونو اږدو بحثونو وروسته د جمعې په ورځ سهار وختي (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۱۲مه) اعلان وکړ چي په مونشن کي د غونډي گډون کوونکي د «بشردوستانه مرستو ته پر لاس رسي» او «زورزياتي پر کمولو» باندي سره سلا سول.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د وينا له مخي هغه درې کاره چي پتېيل سوي دي په يوه اوونۍ کي به ترسره سي، دغه درې ټکي په ځان کي رانغاړي: د جنگځپلو سيمو اوسېدونکو ته د مځکي او هوا له لاري د بشردوستانه مرستو لکه خوراکي مواد، دارو درمل رسول دي چي د ملگري ملتونو ډله به ئې څاري.
دوهم ټکی د زورزياتي کمول دي، چي د جمعې ورځي له ماښامه په سوريه کي ټول وسله وال اړخونه مکلف دي چي په راتلونکو څو ورځو کي يو سراسري اوربند وکړي. خو د جرمني د بهرنيو چارو د وزير په خبري له داعش او النصره جبهې سره به جنگ ادامه ولري.
دريم ټکی د ژنيو سياسي خبري اتري دي، چي که د مونشن توافق عملي سي د سوريې د سولي په اړه به د ژنيو خبري اتري دوام پيدا کړي، څو د سوريې ډلي د سياسي سرنويشت او ملي انتقالي دولت په اړه بحث او خبري اتري وکړي.
ايران او روسيه بايد د بشار اسد رژيم دې ته وهڅوي چي د مونشن پريکړه ومني. د ملگرو ملتونو د ډلي دنده دا ده چي په دې برخه کي به څارنه کوي.
د مونشن په غونډي د هغو ۱۷ هيوادونو استازو گډون کړی وو چي په يو ډول نه يو ډول د سوريې په جنگ کي رول لري يا پکښې ښکېل دي. لکه امريکا متحد ايالات، روسيه، ايران او سعودي عربستان.
د جرمني د بهرنيو چارو وزات په وينا پاڼه کي دغه راز راغلي دي: «موږ يوه انتخاب ته برابر سوي يوو؛ چي بايد د سوريې کړکېچ ته يو سياسي حل پيدا سي، که نه نو په دغه هيواد کي به جنگ او زورزياتی کلونه نور دوام وکړي.»
د شپيگل انلاين د راپور له مخي د مونشن د غونډي گډون کوونکو ډېر بحثونه وکړل، خو ټول پر دې باندي سره سلا ول چي د سوريې د کړکېچ حل پوځي لاره نه ده.
د جرمني د بهرنيو چارو د وزير په خبره د دغه توافق پايلي به په راتلونکو څو ورځو کي معلومي سي. او دغه راز به روښانه سي چي آيا د بشار اسد حکومت، د سوريې اپوزيسيون، حزب الله، او د دولت مخالفي ډلي به د دغه توافق ټکي ومني؟
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيړي وويل چي رښتينې آزموينه دا ده چي آيا ټول اړخونه به پر خپلو ژمنو ټينگ پاته سي که نه.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرکي لاوروف هم په سوريه کي ښکېلو وسله والو ډلو او اړخونو ته په اشارې سره د يوې سختي طرحي خبره وکړه.