«په سوريه کي نور له دباندي څه نه سي کيدای»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبهپه ترکيه کي تر سختو خونړيو چاودنو وروسته په سیمه کې د یوه لوی کړکیچ د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښنې راپورته شوي دي.
د ترکيې د دولتي سياستوالو په اند د دغو پيښو نښانې د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد، ته رسیږي. د سوريې اپوزيسيون هم په ترکيه کي د ترهگرو بريدونو مسئولين په دمشق کي ويني. د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير، په ترکيه کي تر چاودنو وروسته په سيمه کي د وضعيت په اړه خوش بينه نه دئ.
هغه د آلمان له لومړي تلويزيوني چينل سره په مرکه کي ويلي دي: «موږ اوس ناچاره يو او که رښتيا و وايو موږ اوس د خپلو عملي امکاناتو په اړه حیران شوي یو. اوس هڅه کیږي چې یو کنفرانس جوړ شي. که امریکایان او روسان دغه کار په گډه وکړي نو د هیلو یو څرک لیدل کیدای شي، خو تر دې ډیر نه. موږ د سوریې او ترکیې پر پوله باندې د چاودنې د قربانیانو په اړه خواشینه یو. داسې کسان شته چې غواړي کړکیچ لا پسې پراخه شي. زموږ د عملي کار توان ډیر محدوده دی. موږ اوس د ملگرو ملتونو له خوا د یوه پوځي ماموریت له توضیفولو سره ډیر واټن لرو. دا یو ناوړه انکشاف دی چې له مخې یې موږ نه شو کولای له بهر څخه ډیر نفوذ وارد کړو.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اغلو، په برلین کې د شنبې د ورځې د بریدونو له کبله پر نړیوالې ټولنې باندې هم نیوکه وکړه چې په تیرو دوو کلونو کې د سوریې په برخه کې د یوه عملې کار په ترسره کوې کې پاته راغلې ده. تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ په ترکيه کې دوه موټر بمونه وچاودیدل چې له کبله یې ۴۶ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو تر اوسه پوري د یکشنبې ورځې د چاودنو په تور نهه کسان نیولي دي. د ترکي رسنیو په حواله د یکشنبې ورځې د چاودنو په تور نیول شوي کسان د «Revolutionary People's Liberation Party/Front» او د «Turkish People's Liberation Party-Front» ډلو غړي دي. د ترکیې حکومت پر دغو دوو ډلو باندي تور لګوي چې د سوریې د رژیم له استخباراتي ادارې سره یوځای يې دغه چاودنې پلان کړې وې.
ټول نیول شوي وګړي ترکان دي. ترکي چارواکو زیاته کړې ده چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د بریدونو پلانوونکی هم شامل دی. ترکي چارواکو ټینګار کړی دی چې هغوی اوس د نورو تورونو کسانو په لټه کې دي. یو شمیر ترکي چارواکو ویلي دي چې دغه بریدونه د دمشق د استخباراتي ادارې ته د نزدو ډلو له خوا ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې رژیم د ترکیې په پېښو کې هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده. د سوریي دولتي رسنې «سنا»، د دغه هیواد د اطلاعاتو د وزیر په حواله ویلي دي چې د ترکیې حکومت دا خبره منلي ده چې د سوریې او ترکیې تر منځ پولې د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز باندي بدله شوې ده. هغه ټینګار کړی دی چې له دې کبله باید ترکیه د دغې پېښې اخلاقي او سیاسي مسئولیت پر غاړه واخلي.
ترکیه د سوریې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي. په سوريه کې د کورنۍ جګړې تر بیلیدو وروسته دغه هیواد ته ډیر شمیر سوریایي ګډوال راغلي دي.