په سوريه کي د ياغيانو شپږ ډلي سره يو سوي دي
۱۳۹۲ آذر ۲, شنبههغه وسله وال پاڅون چي د ۲۰۱۱ کال له مارچ مياشتي راهيسي په سوريه کي د بشارالاسد د راپرځولو له پاره پيل شوی دی په دې ورځو کي د مختفلو بدلونونو شاهد دی. له څو میاشتو راهیسي د القاعدې په ترورستي شبکې پوري د تړلو ډلو او سوريي د یاغیانو د مختلفو ډلو تر منځ د شخړو له امله د دغه هيواد وضعي ډیره پېچلې شوې ده.
په دې برخه کې تر ټولو نوی پرمختګ دا دی چې د سوريي د یاغیانو شپږو ډلو د«اسلامي جبهې» په نامه یو نوی اتحاد رامنځ ته کړې دی. د دغو ډلو استازو د یوه نړیوال تلویزوني شبکې له لارې په خپل یو ویډیويي پيغام کې د دغه نوي اتحاد په اړه خبر ورکړی.
د دغه نوي اتحاد مشر په خپلو خبرو کې، اسد له واک څخه د لیري کولو او په سوريه کې د یو اسلامي حکومت د ټينګولو اراده څرګنده کړې ده. دغي اسلامي جبهې په خپل ویډیويي پيغام کې ویلې دي چي له القاعدې شبکې سره هیڅ تړاو نه لري.
د دغې ډلې له خوا په خپرې شوي اعلاميي کې دا هم ویل شوي دي چې «دا یوه آزاده سیاسي، پوځي او ټولنیزه ډله ده چې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت نسکورولو او د یوه اسلامي حکومت د ټينګلو په موخه جوړه شوې ده.»
په دغه پرمختګ سره د اسد رژیم پر ضد سیکولار پاڅون کوونکي او په القاعدې شبکې پوري تړلي ډلي دواړي له یو نوي چيلينج سره مخامخ شوي دي.
د سوريي د یاغیانو مرکزي ډله«د سوريي ملي جبهه» له تیرو څو ورځو راهیسي د ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوانه ده، ځکه یو شمیر نور ګروپونه اوس د دغي ډلي ملاتړ نه کوي او پر ځای يي د پرمختللو وسایلو له درلودونکو ډلو سره یو ځای شوي دي.
د « ژنیو ۲» غونډي دقیقه نیټه به ډیر ژر وټاکل شي
په همدې حال کي د ملګرو ملتونو له خوا اعلان شوی دی چې د سوريي د خونړۍ شخړي د پای ته رسیدو په موخه د « ژنیو ۲ امنیتي کنفرانس» د نېټې د ټاکلو په موخه به د امریکا متحده ایالاتو، روسيې او ملګرو ملتونو سفیران د دوشنبې په ورځ په ژنیو کي سره وویني.
په دې لیدنه کتنه کې به د سوريي په مساله کي د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړی استازی لخضر ابراهیمي، د ملګرو ملتونو جیفری فیلټمین، د روسيي د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان، میخایل بوګدانوف او ګینیدې ګیټیلوو، او لوړ پوړی امریکايې چارواکې وینډي شرمین، برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو د ديپلوماتانو په خبره، د نوومبر میاشتې پر ۲۵ نیټه د ترسره کیدونکي غونډي په پای کې باید، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د سوريي په اړه د «ژنیو ۲ امنیتي کنفرانس» د دقیقې نیټې اعلان وکړې.
د اټکلونو له مخې په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال له مارچ مياشتي راهیسي د حکومت پر ضد د روان وسله وال پاڅون په جریان کې نزدې ۱۱۵۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.