1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د م.م. د سولي پلان له خنډ سره مخامخ سوی دئ

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه
https://p.dw.com/p/14ViM

د سوريې ولسمشر بشارالاسد غواړي چي يوازي هغه وخت نوموړي هيواد ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ د ځانگړي استازي کوفي عنان پلان ومني چي ياغيان بې وسلې کړل سي. د سنا نومي خبري آژانس د بشارالاسد يو داسي بيان خپور کړی دئ چي کوفي عنان ته مراجع دئ. په دغه بيان کي ويل سوي دي چي کوفي عنان دې په لومړي سر کي خپله پوره توجه دې ته واړوي چي د ترهگرو د زېږېدو ځالي له منځه ولاړي شي. د دې تر څنگ په بیان کې د بشارالاسد دغه نقل قول هم اضافه سوی دئ چې بايد ياغيانو ته د نورو هيوادونو له خوا د وسلو د رسد مخه ونيول سي. عنان بیا په خپل وار پر دمشق ږغ کړی دئ چي وړاندي سوی د سولي پلان دي په سملاسي توگه عملي کړي او اور دي بند کړي.