په سوريه کي د لوی اختر په وياړ د اوربند پلان
۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبه
ایران، ترکیې او سعودي عربستان د چهار شنبې په ورځ په گډه له هغه پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې له مخې د لوی اختر په څلور وځینیو رخصتیو کې د سوریې د رژیم او د هغه د مخالفینو تر منځ اوربند کیږي. دغه پلان سوریې ته د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړي استازي اخضر ابراهیمي، جوړ کړی دئ.
په داسې حال کې چې د ابراهیمي د سولې له مؤقت پلان څخه ملاتړ شوی دئ هغه ویلي دي چې د دې خطر موجود دئ چې د سوریې جگړه لا نوره هم وغځیږي. هغه ویلي دي: «دغه موضوع باید حل شي که نه نو هغه د خرابیدو په حال کې ده... دا به په سیمه کې هم اور بل کړي.»
هغه ویلي دي چې د لوی اختر پر مهال د اوربند اعلانول ښايي د سوریې د کړکیچ د حل په لور یو وړوکی گام وي. په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له دې پلان څخه د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړی دئ. هغه ویلي دي: «موږ فکر کوو چې د لوی اختر پر مهال د اوربند اعلانول به له گټې ډک کار وي.»
د لوی اختر څلور وځینۍ رخصتي د اکتوبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه پیلیږي. په قاهره کې د عرب لیگ استازي هم د سوریې د کړکیچ له ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې د اخضر ابراهیمي د سولې پلان ومني. د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، هم د خپل هیواد یوه تلویزیون ته ویلي دي چې تهران له دې پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دئ.
په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرگنده کړې ده چې د ابراهیمي د سولې دا پلان به د رغوونکو خبرو په لور یو گام وي. هغه ویلي دي چې په سوریې کې تر دې مخکې هم د اوربند پلانونه جوړ شوي ول خو د هغه په خبره پاڅون کوونکو بیا اوبند مات کړی وو.
د سوریې د رژیم مخالفې ډلې چې د سوریې ملي شورا نوميږي په ډیر احتیاط د اوربند د پلان هر کلی کړی دئ خو د سوریې آزاد پوځ بیا ویلي دي چې دغه اوربند به د اسد رژیم ته د دې موقع ورکړي چې د نوو بریدونو له پاره چمتوالی ونیسي.
ابراهیمي اوس د سوریې د گاوڼدیو هیوادونو په یوه سفر بوخت دئ چې په هغوی کې مصر، ترکیه، سعودي عربستان او ایران شامل دي.