1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د عمومي اوربند اعلان

۱۳۹۵ دی ۹, پنجشنبه

د سوريې پوځ سر د جمعې له ورځي په هيواد کي د سراسري اوربند اعلان کړی دئ. دغه خبر د سوريې رسمي خبري آژانس ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/2V0hN
Syrien Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalian

د سوريې د دولتي تلويزيون د راپور له مخي دغه اوربند په هيواد کي د سولي او ثبات د ټينگښت له پاره خبرو اترو ته زمينه برابروي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي په حلب کي پر مخالفانو باندي د پوځ برياوو اوربند ته زمينه برابره کړې ده.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين هم د پنجشنبې په ورځ (۲۹ دسمبر) اعلان کړی دئ چي د روسيې او ترکيې توافق د اوربند سبب سوی دئ.

دا په داسي حال کي ده چي روسيه د بشار اسد ملاتړ کوي او ترکيې تر اوسه پوري د سوريې حکومت د مخالفانو پلوي کوله.

د پوتين د څرگندونو له مخي د ترکيې او روسيې توافق په سوريه کي اوربند تضمينوي. پوتين زیاته کړې ده چي دغه اوربند د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ مقدماتي خبرو اترو ته لاره اواروي.

پتېيل سوې ده چي دغه خبري اتري به د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کي تر سره سي. خو د دغو خبروي اترو دقيقه نېټه لا نه ده ښوول سوې.

د روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو، ويلي دي چي دغه اوربند د سوريې په زرونو مخالفانو منلی دئ او پر اوربند باندي به د څار په موخه د روسيې او انقرې ترمنځ تليفوني اړيکي ټينگي وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاروروف ويلي دي چي د امريکا نوی ولسمشر دونالد ترمپ هم کولای سي چي د خپل کار له پيل سره د سوريې د سولي په خبرو اترو کي ونډه واخلي.

نور مطالب: