په سوريه کي د سرې مياشت پر ياست بمي بريد سوی
۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبهاعلان
د ټلویزون د یوه رپوټ پر اساس په دمشق کښي د سوريې-عربی سرې میاشتي د مرکز مخته د یوې چاودني له کبله لږ تر لږه یو تن وژل سوی دی . دولتي ټلویزون د پنجشنبې په ورځ همدارنګه اضافه کړه چي د القاعده د شبکې ترهګرانو په یوه موټر کښي چاودنه کړې ده. د دغه مرستندویه سازمان ودانی ته سخت تاوان رسیدلی دی. د سوريې په دولتي ټلویزون کښي هغو یاغیانو ته چی د بشارلاسد د رژیم له پاره جنګیږي، اکثره د القاعدې د اعضاوو لقب ورکول کیږي. د سوريې سره میاشت په تیرو وختو کښي اکثرأ تر حملو لاندي راغلې ده. پخپله سره میاشت هم حکومت اوهم یاغیان د دغو حملو مسؤلین بولي.