1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي جگړه روانه ده

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16oDr

د سوريې حکومتي ځواکونه په دې هڅه کي دي چي پر پلازمېنه دمشق باندي د ياغيانو د احتمالي بريد مخه ونيسي. دولتي خبري آژانس سانا ويلي دي چي حکومتي ځواکونو د دمشق په سرحدي سيمه ساجده زينب کي د آژانس په وينا په لسونو ترهگر وژلي دي. په لندن کي د سوريې سره تړاو درلودونکي د بشري حقونو ټولنې ويلي دي چي د الکبون په سيمه کي جگړه روانه ده. د ولسمشر بشارالاسد مخاليفينو د هيواد په شمال کي د يوې سيمي تر نيولو وروسته د چهار شنبې په ورځ ويلي ول چي يو ځل بيا به و پلازمېني دمشق ته مخه کوي. ياغيان تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چي په سوريه کي يو لوی ښار ونيسي.