په سوريه کي تاوتريخوالی دوام لري
۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبهاعلان
د سوريې دوهم ستر ښار الېپو د يکشنبې په ورځ يوې درنې چاودني ولړزاوه. د سوريې د ملي تلويزيون د راپور له مخي د استوگني په يوه سيمه کښي يو موټر بم چاودلی دئ. د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د مخاليفينو په وينا د دغي چاودني له کبله مرگ ژوبله هم رامنځ ته سوې ده او دغه چاودنه د امنيتي چارواکو ودانۍ ته نژدې سوې ده.
د شنبې په ورځ بيا د دمشق په ښار کي د موټر غبرگي چاودني سوي وې چي د سوريې د تلويزيون په وينا ۲۷ انسانان پکښي ووژل سول. په عيني حال کي د روسيې هيواد هم په غېرعادي کلکو الفاظو د سوريې د ريژيم او د هغه له مخالفينو څخه غوښتنه کړې ده چي د کوفي عنان له ماموريت سره همکاري وکړي.
د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان سوريې ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ ځانگړی استازی دئ، چي غواړي په سوريه کي د تاوتریخوالي د بندولو له پاره يو حل پيدا کړي.