په سوات کې د بدني ښکلا سیالي
په پاکستان کې د «مسټر او جونیر مسټر» په نوم د بدني ښکلا ۶۴ سیالي په سوات کې تر سره شوه. دا لومړی وار دی چې دغه سیالۍ په سوات کې تر سره کیږي.
د پرانسیتنې مراسم
دغه سیالۍ د پاکستان د بدني ښکلا د فیدراسیون، د پاکستان سپورت ادارې او سوات د بدني ښکلا د ټولنې له خوا جوړه شوې وه. سیالۍ د پاکستان د بدني ښکلا د مرستیال مشر یحی بټ، د خیبر پښتونخوا د اولمپیک سیکرتر ذوالفقار بټ او د خیبر پښتونخوا د سپورت د مشر طارق محمود له خوا پرانیستل شوې.
په سیالیو کې گډون
د بدني ښکلا په دغو سیالیو کې د بېلا بېلو وزن لرونکو ورزش کارانو تر منځ سیالۍ وشوې. د هر کلاس یا درجې په سیالیو کې له څلورو څخه تر شپږو تنو برخه واخیسته.
د ۲۰۱۶م کال سیالۍ
د سوات په ودودیه سالون، کې دغه سیالۍ وشوې چې له ټول پاکستان څخه پکښې ۹۰ تنو د بدني ښکلا لوبغاړو برخه اخیستې وه.
«مسټر پاکستان»
په سوات کې په تر سره شویو دغو سیالیو کې د کویټې عبدالباري، د مسټر پاکستان یا ښاغلي لقب خپل کړ او د سیالیو گټونکی شو.
دوهم مقام
د پیښور شاه عظیم په دغو سیالیو کې دوهم ځای خپل کړ، چې ورته د «جونیر مسټر پاکستان» لقب کارول کیږي.
عبدالباري: زه ډیر خوشحاله یم
په دغو سیالیو کې د لومړي مقام تر لاسه کوونکي عبدالباري له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د لومړي مقام تر لاسه کول یې یو خوب وو. د هغه په خبره د دغه ځای د راخپلولو تر شاه څو میاشتی زیار پروت دی او په وینا یې دی ډیر خوشحاله دی.
تږي لوبغاړي
واجد علي د ۶۵ کیلوگرام وزن لرونکو لوبغاړو په منځ کې لومړی ځای خپل کړ او د سرو زرو مډال یې وگاټه. د هغه په خبره د سیالیو له پاره دوی یو ډول خاص خواړه ورکول کیږي او څو ورځې اوبه څښي.
د بدني ښکلا سپورت د پراخولو هوډ
د پاکستان د بدني ښکلا د ادارې سیکرتر طارق پرویز وویل چې په سوات کې په ډیره ښه توگه دغه سیالۍ تر سره شوې او په راتلونکي وخت کې به له لوبغاړو سره پوره مرسته کیږي او د بدني ښکلا د ښه کیدو له پاره به اغیزمن گامونه واخیستل شي.
په سوات کې د بدني ښکلا له سپورت سره لیوالتیا
په سوات کې هم د بدني ښکلا ډیر کلبونه شته او ځوانان له دغه سپورت سره مینه لري. په دغو سیالیو کې هم د سوات لوبغاړو د بیلا بیلو کټگوریو سیالیو کې برخه واخیسته.
د خلکو لیوالتیا
په سوات کې د دغو سیالیو د نندارې له پاره په زرونو کسان راټول شوي ول.