په سوات کې اور بند اعلان شو
۱۳۸۶ آبان ۷, دوشنبهاعلان
د جمعې ورځې راهيسې د طالبپلوه مولانا فضل الله د ډلې 35 تنه جنگيالي او د پاکستاني پوځ شپاړس تنه سرتېري په نښتو کې وژل شوي دي. د پاکستان حکومت د مولانا فضل الله د غورځنگ د ماتولو په موخه 2500 تنه عسکر د سوات درې ته استولې دي. مولانا فضل الله هڅه کوي چې په سوات کې د طالبانو په څېر يو نظام رامنځته کړي.